علي ظفر په کرېکټ پسې کوڅې ته راووت
۲۰ عقرب ۱۳۹۸ 415 0 نظر سرخط

علي ظفر په کرېکټ پسې کوڅې ته راووت

علي ظفر په کرېکټ پسې کوڅې ته راووت

د پاکستان وتلی سندرغاړی علي ظفر چې په بالیووډ سېنما کې هم ښه ځلېدلی دی، اوس یې کرېکټ ته مخه کړې ده.

د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې، علي ظفر په یوه ویډیو کې ښکاري چې د پاکستان په کراچي ښار کې د سرک پر سر له زلمیانو سره پر سرک کرېکټ لوبه کوي.

پر فېسبوک خپره شوې ویډیو کې څرګندېږي چې علي ظفر د شپې شاوخوا دوې بجې په کراچۍ کې پر سړک د کرېکټ لوبه کوي او ډېر خلک یې ليدو ته ولاړ دي.

د رسنیو د مالوماتو پر اساس، هغه له یوه کنسرټه وروسته د کور پر لور روان و چې پر لاره کې یې یو شمېر زلمیان وليدل کرېکټ کوي؛ نو هغه هم ورسره ګډون وکړ.

د علي ظفر د کرېکټ ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکې سره خلکو له یو بل سره شریکه کړې او د یادګارې انځورونه یې هم ورسره اخیستي دي.

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې