د جګړې انګېزه څنګه پيدا او پياوړې کېږي؟
۱۵ عقرب ۱۳۹۸ 60 0 نظر سرخط

د جګړې انګېزه څنګه پيدا او پياوړې کېږي؟

د جګړې انګېزه څنګه پيدا او پياوړې کېږي؟

زبير افغان

دویمه/وروستۍ برخه

کار يې په لویه کچه پيل شو او مسکین کسان پکې داسې شول چې اوس میلیونران دي. بل لوري ته، په عامه مانا طالب او ولس دواړه داسې دي چې د یوې ګولې مړۍ د پيدا کولو لپاره له هرې وسیلې کار اخلي، داسې کسان په دې هېواد کې شته چې مریضان يې کور پراته وي، خو د دوا او درملو وس يې نه وي، بچیانو ته د تعلیم وسایل نه‌شې ور کولای، سمې جامې نه‌شې ورته جوړولای او داسې نور د ژوند اړین توکي، دا هم یو سبب دی چې ځینو ته د جنګ د اوږدېدا انګېزه ورکوي او څومره چې زیات وخت نیسي دوی ورته خوشالېږي.

په ادارو کې د نااهله کسانو ګومارنې، اداري فساد، بداخلاقي، د خدماتو نه وړاندې کول، د ملت او دولت تر منځ واټن پيدا کېدو ته لار جوړه کړه چې د جنګي انګېزې په پيدا کولو او پياوړې کولو کې مهم رول لري. نااهلانو نه یوازې دا کارونه وکړل، بلکې د قاچاقو په کار کې هم بوخت شول، ځکه د سبا ډار دې ته اړ کړل، د ترهګر لاس يې هم د وژنې لپاره تر هره ځایه را اوږد کړ هغوی ته يې پیسې ورکولې، ګاونډيانو ته يې جاسوسي هم پيل کړه، ځکه ثروت يې ټولاوه، د مجرمانو خلاصونې، نه نیولو او رشوت اخیستنې ته يې هم اوږه ورکړه له دې امله چې لاس ته يې یو څه ور تلل او له دې ټولو سره د جنګ انګېزه نوره هم غځېده او جنګ ورسره شدت پیدا کاوه.

بې‌کاري یو بل  فکټور دی چې د جنګ لیکو ته د جنګیالیو په ور ټېل‌وهلو کې خورا اغېزناک تمامېږي. دولت او جمع خارجي هېوادونو دلته زیربنايي کارونه و نه کړل، د بشر د حقونو نارې وهل کېدې، خو بشر له لوږې مړ کېده ډوډۍ نه ورکول کېده، په داسې حال کې چې د بشر اول حق سهي غذا ورکول دي! د مېرمنو د حق خبرې تودې وې، خو دا نه ویل کېدل چې عوامل څه شی دي؟ کمزوری اقتصاد د زیاتو ناخوالو بنسټ دی، خو لس سلنه ښځو ته کار پيدا نه شو؟

کله چې څوک بې‌کاره وي؛ نو د تخریب سوچ يې ښه ژر په ذهن کې ځای نیسي او د یوه مجرمانه کار کولو ته اړ کېږي، په تېره هغه ټولنه کې چې تیار د تخریب نور اسباب، وسایل، ملګري او فکر هم ورته چمتو وي، زموږ له دغسي حالت سره د نړيوالو په اصطلاح همکارانو قصداً زموږ د چارواکيو تر یوه حده په غیر ارادي او هم ممکن په ارادي داسې کړي وي. فقر ممکن ځينې کسان د جرم خوا ته کش کړي، زموږ نیمايي ملت په فقر کې ژوند کوي؛ نو حتمي ده چې د جنګ انګېزه به هم تر بل هر وخت زیاته توليدېږي او هم به پياوړې کېږي.

جهل، یو بل هغه لامل دی چې د جنګ انګېزه هم ترې زېږي او هم يې په پياوړتیا کې نقش لري. هوښیار انسان کله هم له فکر پرته یو ګام نه اخلي، د خپل عمل نتیجه باندې فکر کوي، روش او طریقه کار ګوري، ځان او ټولنې ته ګټې يې سنجوي، د دنیا او اخيرت محاسبه ورته کوي، مګر جاهل دا یو کار هم نه کوي، تر هر څه مخکې عمل کوي، وروسته که هر څه پېښ شول بیا هغه مهال ورسره تعامل ته ځان چمتو کوي. له دې امله جاهل بلل کېږي چې د خپل عمل په اړه حساب نه کوي، خپل ځان او جهان ته فکر نه کوي.

 له جاهل سره انصاف دا دی چې له جهله د وتلو لار ورته وموندل شي، که یو قشر يې همداسې پاتې شي، بل يې باید علم ته بوتلل شي، خو کله چې په لوی لاس هڅه کېږي د خلکو د سواد مخه ډب شي؛ نو تر شا ولاړ حقیقي/حقوقي کسان همدا هدف لري چې د خلکو په تیاره کې د ساتلو مهال زما کار اسانېږي او د رڼا مهال ګرانېږي، له دې امله په دې جنګ کې هر وخت د علم مرکزونه او خلک په نښه شوي دي د دې لپاره چې خلکو ته فکر ور کول د هغوی «جنګ‌پالانو» د برق له تارونو سره لوبې کول دي چې نتېجه يې حتمي مرګ دی؛ نو ځکه علم او اهل يې وژل کېږي. جاهل ته یو تش له واقعیته لرې شعار ور کړه، یو نه تر لاسه کېدونکی هدف ورته په ګوته کړه، یوه تاریخي افسانه ورته جوړه کړه او دی ور مرش کړه چې ټولنه کې ګډوډي جوړه کړي، بس همدا یوه خبره د هغه د پارولو لپاره کافي ده. له موږ سره له بده مرغه همدا لوبه روانه ده.

پرديپالنه؛ زه نه پوهېږم لکه خلقت کې چې موږ ته د پردي‌پالنې یوه خاصه پرزه را اضافه کړل شوې وي موږ دا اوس هم دومره پردي‌پال شوي یو. پردي افکار چې له ټولنې، تقاضا، زموږ له افکارو، مکان او عنعناتو سره سر و نه خوري ګډوډي ته لار جوړه وي او خشونتونه را پاروي. د ټولنې یوه برخه پردي افکار ساتي، د هغوی په خدمت کې وي، بله برخه يې حتمي د بل پردي افکار واردوي چې ټکر سره کوي او تاوان يې همدې ټولنې ته رسي، دواړه بیا له ټولنې سره په تصادم اخته وي چې بیا يې زیان ټولنې ته رسي.

 زموږ هغو کسانو چې بهرنۍ مقدسې یا نامقدسې ایډیالوژيانې راوړې دا غلطي يې وکړه چې د دې کلتور او ټولنې په رنګ يې و نه رنګولې، هممهاله ورسره تصادم پيل شو چې تر اوسه يې موږ په چرخ کې را ګير یو او لا هم دا لړۍ روانه ده. ښه په تېزي لا هم چپي افکار د چپي له چوکاټ، نوم، طریقې، اصولو او د هغوی د کسانو له نومونو سره واردېږي او کار ورته کېږي، په مقابله کې يې ښې اړخي هم لاس تر زنې نه دي ناست، دلته چې د یوه ملي فکري تولید وړتیا پيدا نه شوه؛ نو حتماً دواړې خواوې د افکارو واردات پيلوي چې د بلې ټولنې تولید وي، هره ټولنه تولید د خپلې تقاضا لپاره کوي، کله چې د هغې ټولنې فکر زه راوړم په خپله ټولنه کې يې تطبیقوم؛ نو دلته مې تقاضا ته حساب او محاسبه نه ده کړې، له تقاضا پرته یو شی عرضه کول که په ټوله مانا زیان و نه لري؛ نو نیمايي خو يې تاوان هرومرو کوي.

 زموږ د وارداتي افکار، چلند له ټولنې سره همداسې دی. زه دا ادعا هیڅکله نه کوم چې چپيان ټول غلط وايي، نه دا وایم چې مقابل لوری يې مکمل ناسم وايي یا هم سم وايي، خو زه وایم له هر یوه سره په شته ايډیالوژي کې دې وکتل شي چې زموږ د ټولنې لپاره څه شی په درد خوري؟ یو څه د ټولنې خپل، یو څه د یوه اړخ او نور د بل که سره میکس کړل شي او د دې ټولنې د تقاضا موافق یو شی ترې جوړ شي، خو له دې شرط سره چې نه هغه د بل هېواد نوم پر پروت وي، نه يې د تعمیل هغه روش وټاکل شي، نه دلته د زنده‌اباد لینین، زنده‌اباد اخوان، پاکستان او خموني، سعودي، وهابي او داعشي چیغې پورته کړل شي، بلکې کاملاً د دې ټولنې په رنګ رنګېدلی یو خوځښت وشي، زما په اند هم به بریالی وي او هم د ولس اعتماد ور خپل کړي.

 زموږ د هر تېر انقلاب خلاف ځکه د جنګ انګېزه پيدا او پیاوړې شوه چې دلته د ټولنې یوه برخه د پرديپالنې په مقابل کې حساسیت لري، یوه بله برخه د بلې پرديپالنې دعوه کوي، هغه فکر چې دلته حاکمیت پيدا کوي، حتماً يې مقابل لوری په کمین کې ورته ناست وي او له هرې موکې په ګټې اخیستنې يې د پرځولو هڅه کوي چې څو ځلې مو همدا حالت او تجربه په خپل ژوند کې لیدلې ده.

 کله چې د ملت تر خپل منځ کشمکش پيل شي، بیا نو خارجي لاسونه هم را اوږده شي چې هره اسانه مساله بیا نور پېچلي اړخونه پيدا کړي او معضله تر حل د ناحل کېدو لور ته ډېره وړله کېږي. موږ دا اوس هم په دې حالت کې را ګیر یو، ټولې خواوې پر وارداتي افکارو سره په شخړه دي او حتا د الفاظو او نومونو پر ټاکنه لا هم اختلاف دی او تر جنګونو يې خبرې رسېدلې دي.

 

له دې حاله د وتلو لپاره څو کارونه؛

 

۱. ملي ګټو ته ژمن داسې ګوندونه جوړول چې د وطن اقشار ورباندې باور وکړي، خلک پکې ځان وویني اول له ښاره تر کلي، له یوه سمته تر بله، له یوه قومه تر بله د هېواد لویه برخه وګړي په څو لویو ګوندونو کې را ټول شي چې چارې د یوه کس پر ځای بسته کیمټې ته نقل شي او د ولس په اراده او غوښتنه تصمیم ونیول شي.

 

۲. د ټولو هېوادوالو لپاره مشترک ټکي پيدا کول چې مکمل ولس ورباندې اتفاقي نظر ولري، دا که طالب وي، یا حکومت، ولس وي که پخواني جهادیان، له بهره راغلي افغانان وي که دلته لوی شوي تعیلم‌یافته روشنفکران.

۳. د بهرنیانو د شتون په اړه یوه داسې اجماع چې ټول اقشار پکې نظر ورکړي او هر موقف که ټاکل کېده هيڅوک هم داسې احساس نه کړي چې زموږ خبرو ته غوږ و نه نیول شو. د دوی د وجود په اړه باید هر څه واضح شي چې د مخالفت لپاره چا ته دلیل پاتې نه شي.

۴. ټول افغان طرفونه باید یو د بل پر وړاندې له حوصلې کار واخلي، هيڅ یو افغان دې د بل په وژنه او تکلیف نه خوشالېږي. افغانان باید یو د بل له ترټنې او دوښمني لاس واخلي دلته هر انسان بل ته د قدر په سترګه وګوري او متقابل احترام ټول ومني.

۵. دواړې ډلې له جنګه د ستړیا احساس کوي، خو عملاً جنګ تشدیدوي، د ښه نیت لپاره دې له دواړو غاړو سره شته بندیان د یوه داسې میکانیزم له مخې خوشې کړل شي چې دواړې ډلې ورباندې اتفاق وکړي.

۶. د بندیانو د خوشې کولو له سلسلې سره دې یو ځای دواړې ډلې خپل جنګي عملیات کم کړي یا دې په ځینو سیمو کې بېخي اوربند وکړي چې په دې ډول به باور را پيدا شي او ورو ورو به دا لړۍ پسې پراخه شي.

۷. دواړې ډلې دې تر خپل منځ خبرې سره وکړي او هيڅ ډول خارجي لاسونه دې نه ورته را پرېږدي، ځکه د دوی له لاسه همدغه حال دی. که افغانان په خپل منځ کې سره جوړ شي؛ نو د بهرنیانو هر رنګ موجوديت ته اړتیا نه پېښېږي او نن تر هر څه مخکې زموږ خپل منځي باور ته اړتیا ده.

۸. دواړه غاړې دې له ټولو هغو اعمالو ځانونه وساتي چې د جنګ انګېزه ترې پيدا کېږي او دا کړنې چې حساسیتونه پاروي یوه یوه په نښه شي او خپل جنګیالي او ځواکونه دې امر کړي چې د دې ټکیو په کلکه مرعات وکړي.

 

۹. دواړه لوري دې د یو بل پر وړاندې له تبلیغاتي جګړې ورو ورو لاس واخلي، ځکه تبلیغات یو د بل غوسه را پاروي چې د جنګ د اوږدېدا سبب کېږي.

۱۰. دواړه ډلې باید له ځانونو سره دا فرض کړي چې سوله او یو له بل سره تفاهم کې تېرېدل وي، په دې هم باید پوه شي چې د افغانانو تر خپل منځ جنګ کې هيڅ لوری که بل له میدان وباسي هم ګټونکی نه دی، ځکه خپل د وطن انسان يې وژلی دی، ژوبل کړی يې دی او له وطنه يې فرار ته مجبور کړی چې که سبا هغه وس پيدا کړي؛ نو له دې بل سره به همداسې کوي، له دې امله باید هر طرف نرمښت وکړي، تر خپل موقف را تېر شي او د یوه امن هېواد لپاره چې وګړي يې نور ناحقه و نه وژل شي، سوله وکړي او د سولې لپاره پر ځان لازم تنزل فرض کړي او ځان ورته له هره وخته چمتو کړي.

 

 

له علماوو سره د ټولنې چلند

Nov 13, 2019 29

زبير افغان زموږ د ټولنې د عالمانو په اړه چې ما د حکومت له کسانو سره خبرې کړې دي که د ولس، هغوی زیاتره ګیلې ترې کوي. دوی فکر کوي چې یو لور ته ظرفیتونه پکې کم دي، بل لور ته يې تولید [...]

د سولې لپاره د ارګ ولسي طرحه

Nov 13, 2019 29

عنايت ساپی په افغانستان کې تل دا خبره شوې چې د سولې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي او تل دا خبره د نړیوالو ادارو، بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو له خوا تکرارېږي چې افغانان [...]

په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو اړتیا

Nov 11, 2019 29

دواخان مینه‌پال د ملي یووالي حکومت د یو شمېر ستونزو سره سره خورا ډېرې لاسته‌راوړنې درلودې، که څه هم چې په اقتصادي ډګر کې نړیوالې مرستې کمې شوې، خو د ملي یووالي حکومت هڅه وکړه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې