ځوان ماشوم
۱۴ عقرب ۱۳۹۸ 85 0 نظر سرخط

ځوان ماشوم

ځوان ماشوم

په پوخ عمر کې د هر چا دا ارمان وي چې څېره یې هماغسې ځوانه پاتې شي، خو د چین په بېجينګ کې یو تن چې د ۳۴ کاله عمر لرلو سره سره د ماشوم په څېر ښکارېږي.

د چینايي رسنیو د مالوماتو له مخې، زیو شینګ کایي چې په عمر پوخ دی او له څېرې ماشوم ښکاري، له همدې کبله یې تر اوسه واده نه‌ دی شوی او هر چا ته چې د واده وړاندیز کوي، هغوی پرې د ماشوم ګومان کوي.

زیون شینګ هغه مهال په دې ناروغې اخته شو چې کله دی شپږ کلن و له نورو ماشومانو سره یې د ساعتېري پر مهال سر له تېږې سر ولېګد، خو وینې نه ‌شو.

له دې پېښې څو ورځې وروسته د هغه په سر کې یو داغ پیدا شو چې د همدې له کبله روغتون ته لاړ، په روغتون کې چې یې ورته اکسرې وکړه، مالومه شوه چې په دماغ کې یې وینه را ټوله شوې وه او بیا یې عملیات وکړ.

هغه له عملیات وروسته بېرته عادي حالت ته راغی، خو په ۹ کلني کې مالومه شوه چې هغه له خپلو ملګرو کوچينی پاتي او ودې یې همداسې پر ځای پاتې شوې چې هيڅ نمو یې و نه ‌کړه‌.

د زیو شینګ کایي څو ځله تر ازموینې وروسته مالومه شوه چې د هغه د ودې او نمو غدې له منځه تللې او له څو لسیزو ورسته هغه همداسې کوچنی پاتې شوی دی.

د دې تر څنګ د هغه غږ هم د ماشومانو په څېر پاتې شوی دی او په همدې خاطر پرې نور خلک ټوکې کوي او په همدې خاطر ورته پېغورونه ورکوي چې ولې يې واده نه کېږي.

سني دېول خو په پاکستان کې کور لري

Nov 13, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری چې په ډېری فلمونو کې یې د پاکستان پر خلاف رول لوبولی په پاکستان کې یې د سکانو یو سپېڅلی ځای خپل کور بللی دی.

نېکمرغي دغسې وي

Nov 13, 2019 29

تاسې به د ډېرو نېکمرغه خلکو کیسې اورېدلې وي، خو په شمالي ايرلينډ کې یو شخص د کوژدې ګوتمۍ لټوله چې د سکو په خزانه برابره شو.

ادتي شرما هم ستورې ده

Nov 12, 2019 29

ادتي شرما د باليووډ سېنما يوه وتلې او نوموتې ستورې ده چې د ۱۹۸۳مېلادي کال د اګسټ میاشتې پر ۲۴ نړۍ ته راغلې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې