د شارخ خان پر ځان دومره خيال نه راته
۱۳ عقرب ۱۳۹۸ 92 0 نظر سرخط

د شارخ خان پر ځان دومره خيال نه راته

د شارخ خان پر ځان دومره خيال نه راته

د بالیووډ سېنما نوموتی فلمي ستوری شارخ خان چې د دې د پاچا لقب یې هم ګټلی دی وايي، په پیل کې یې دومره تمه نه‌ وه چې په فلمي ژوند کې به دومره نوم وباسي، ځکه په وینا یې په لومړي سر کې ډېر بدرنګ ښکارېده او په همدې خاطر یې اداکاري ته زړه‌ نه ښه کاوه.

شارخ خان له هندي رسنیو سره د خبرو پر مهال د خپل فلمي ژوند په اړه ویلي، کله چې یې په دې سېنما کې د «راجو بن ګیا جېنټلمین» په نوم فلم له ریلیز کېدو وروسته خپل ځان پر سکرین وليد؛ نو ورته داسې احساس وشو چې بدرنګ دی.

هغه همدا راز د خپل ځان په اړه زیاته کړې چې په دې فلم کې ورته خپل وېښته سم نه‌ دي ښکاره شوي، نوره باید اداکاري و نه ‌کړي او په خبره یې د نانا پاټېکر، امریتا سنګه‍ او جوهي چاوله په څېر سترو هنرمندانو سره نه‌شې کولای کار وکړي.

شارخ خان چې اوس یې په ګرده نړۍ کې د بالیووډ سېنما څاروونکي پېژني وايي، په دې سېنما کې د پاتې کېدو مرسته ورسره وتلې اداکارې جوهي چاوله کړې ده او زیاته کړې یې ده که هغه وخت یې اداکاري پرې ایښي وای؛ نو اوس به د بالیووډ پاچا نه وه.

شارخ خان وړاندې زیاته کړې، بالیووډ ته له راتګ وړاندې یې اړیکه له یوې منځنۍ کچې والا کورنۍ سره وه چې پلار یې هم تر مخکې مړ شوی او په خبره یې هيڅکله یې داسې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به د فلمونو ستوری ترې جوړېږي، په نړیواله کچه به ورسره دومره خلک مینه کوي او زیاتوي اوس هم داسې فکر نه کوي چې دومره وتلی ستوری دی، خو په وینا یې اوس‌ مهال له خپل مسلک سره له زړه مینه لري.

سني دېول خو په پاکستان کې کور لري

Nov 13, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری چې په ډېری فلمونو کې یې د پاکستان پر خلاف رول لوبولی په پاکستان کې یې د سکانو یو سپېڅلی ځای خپل کور بللی دی.

نېکمرغي دغسې وي

Nov 13, 2019 29

تاسې به د ډېرو نېکمرغه خلکو کیسې اورېدلې وي، خو په شمالي ايرلينډ کې یو شخص د کوژدې ګوتمۍ لټوله چې د سکو په خزانه برابره شو.

ادتي شرما هم ستورې ده

Nov 12, 2019 29

ادتي شرما د باليووډ سېنما يوه وتلې او نوموتې ستورې ده چې د ۱۹۸۳مېلادي کال د اګسټ میاشتې پر ۲۴ نړۍ ته راغلې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې