د ۲۰زره ډالره ډار
۱۳ عقرب ۱۳۹۸ 384 0 نظر سرخط

د ۲۰زره ډالره ډار

د ۲۰زره ډالره ډار

د امریکا کلېفورنیا ایالت په سن ډیاګون ښار کې د «مېک کامي مېنور» په نوم یوه خونه ده چې هر څوک په کې یوه دوره ووهي او بېرته خپل ځای ته ولاړ، زرګونه ډالره ډالۍ ورکوي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د تفریح لپاره بې‌شماره ډاروونکې خونې جوړې شوې دي، خو د سن ډیاګو خونه د نړۍ تر ټولو ډاروونکې هغه بلل کېږي؛ نو د دې خونې مسوولانو په همدې خاطر ډالۍ هم ټاکلې ده.

د دې ډاروونکې خونې مسوول وايي، په دې خونه کې هر څوک په مېړانې سره یوه دوره چې ۱۰ دقیقې وخت نیسي، بشپړه کړي، ۲۰ زره ډالره ډالۍ ورته ورکوي.

د دې خونې په ويب‌پاڼه کې خپاره شوي مالوماتو له مخې، مسوولانو په دې سیالي کې شرط داسې ایښی دی چې د دې سیالي ګډون کوونکي عمر باید له ۲۱ کلونو ټیټ نه‌ وي او د درملنې بېمه‌لیک باید ولري.

د دې خونې مسوولان وايي، تر اوسه هيڅوک نه ‌دی توانېدلی چې د ۲۰ زره ډالرو ډالۍ وګټي، ځکه په دې خونه کې داسې بېلابېلې ډاروونکې بلاګانې او خزندې دي چې هر یو زړه نه ښه کوي چې لس دقیقې مزل پکې وکړي.

په لاس کې مو دا نښه شته؟

May 26, 2020 29

د ښي لاس ورغوي ته مو وګورئ، که مو د ورغوي له ليکو، لکه د انګلېسي M دغسې نښه جوړېده، نو پوه شئ چې تاسې بې جوړې او ناياب انسان ياست.

يوه هندي يې ښځه په مار چيچلې

May 26, 2020 29

د هند په کيراله ايالت کې يوه سړي خپله سکنۍ مېرمن په مار چيچلې او بيا پوليسو نيولی دی.

مديحه ارم؛ چې نن يې يوې سواليې ژوند ژغورلی

May 22, 2020 29

مديحه ارم د پاکستان په حکومتي هوايي شرکت پي‌ای‌اې کې د ايرهوسټس په توګه کار کوي او ټاکل شوې وه چې نن په هغه بدبخته الوتکه کې کراچۍ ته سفر وکړي چې تر سلو د زياتو کسانو وجودونه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې