نور به ايفون ته رڼې رڼې نه اړوئ
۱۳ عقرب ۱۳۹۸ 89 0 نظر سرخط

نور به ايفون ته رڼې رڼې نه اړوئ

نور به ايفون ته رڼې رڼې نه اړوئ

څه موده وړاندې به مو د «ایفون یوولس او ایفون یوولس پرومېکس» د لوړې بیې په اړه ډېر خبرونه اورېدلي وي چې د هر چار د وس خبره نه ‌وه، خو د ایفون موبایل مينه‌وال دې لږ صبر وکړي، ځکه دا کمپنۍ ورته په ډېره کمه بیه نوی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کوي.

د امریکايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د «ایفون‌ايس‌ای دوه» په نوم د دې ځیرک موبایل په اړه ډېر جزيیات نه ‌دې خپاره شوي، خو ویل کېږي د ۲۰۲۰ مېلادي کال په مارچ میاشت کې بازار ته راووځي چې په پیل کې به یې بیه ۳۹۹ امریکايي ډالره وي.

خو ځینو کسانو ویلي، د دې ځیرک موبایل ښیښه به د ایفون لس په څېر وي او یا ۴٫۷ انچو په اندازه کوچنۍ جوړه شي؛ نو په همدې خاطر ورته میني یا کوچنی موبایل هم ویل کېږي.

په دې موبایل کې به شاتنۍ دوې کمرې لګول شوې وي چې هره یوه به یې ۱۳ مېګا پکسله وي او مخامخ کامره به یې ۱۲ مېګا پکسله انځور اخلي.

فېسبوک په خطري تارو کې لاس وهي

Nov 13, 2019 29

د خواله رسنیو تر ټولو مشهوره شبکه فېسبوک ښايي ځینو کسانو ته ډېر خوندي ځای ښکاره شي، خو دې شبکې ډېری وخت د ډېرو مهمو کسانو شخصي مالومات شریک کړي دي.

شياومي به را روانه مياشت په ټکنالوژي کې نخره وکړي

Nov 12, 2019 29

موبايل جوړې کمپنۍ شياومي غواړي دا ځل د ټکنالوژي بازار ته داسې موبايل را ولېږي چې لومړی خو يې کامرې پنځه او بيا ۱۰۸ ميګا فکسله وي. دا خبر چينايي رسنيو ورکړی.

د موټر ژر چارجېدونکې بېټرۍ

Nov 11, 2019 29

د برېښنايي موټرو یو لوی غم دا دی چې بېټرۍ یې په ډېر زیات وخت کې بیا چارجېږي او په کمه موده کې چارج خلاصوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې