د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه
۱۳ عقرب ۱۳۹۸ 70 0 نظر سرخط

د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه

د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه

دویمه برخه

محمد داود نیازی

د ابو نصر فراهي بندر

دا افغانستان له ایران سره نښلوي، ټول مساحت یې زر مټره مربع دی او د 4001 زره مټره مربع پکې بنسټونه جوړ دي  چې 8/5 ميلیارډه ریالو باندې د ایران حکومت له لوري جوړ شوی او هر کال 100 میليونه افغانۍ عاید لري. «عواید این بندر سالانه بیشتر از 100 میلیون افغانی است.»

 

د نیمروز د ورېښمو د پل بندر

دا بندر د نیمروز په ولایت کې موقعیت لري چې له دې لارې ایراني مالونه، نفت، کیمیاوي سرې، ګچ، سمينټ، اوسپنیز ګاډر، خوراکي مواد،لبنیات او نور واردېږي چې له بندر عباسه 1500 کیلومټره واټن لري.

 

 سپين بولدک

 دا بندر د قندهار ولایت په سویل کې پروت دی چې له کويټې سره قندهار نښلوي، هغې خوا ته یې چمن بولي او دی خوا ته یې سپين بولدک نوم دی. په 1891 کال کې د برېټانیې استعماري حکومت غوښتل چې د هندوستان او سپنۍ لار  ورسره وصل کړي، خو د سیاسي لاملونو له وجې بریالي نه شول.

 

  د غلام خان بندر

 دا بندر په خوست ولایت کې موقعیت لري چې د ټرانزیټ ټول معیارونه يې پوره کړي دي، خو رسماً ټرانزیټ شوی نه دی. دا د نورو بندرونو په نسبت لنډ واټن لري.

 

 

 د تورخم بندر

 

تورخم هغه سیمه ده چې لر او بر پښتانه د ډیورنډ په نامنلې کرښې سره بېلوي چې ننګرهار ولایت له پېښور سره تړي، د دې دواړه خواوو  مېشت پښتانه دي او هر ورځ پرې زرګونه خلک تګ راتګ کوي په دې بندر کې دوې لارې شته، یوه قانوني لار ده، بله غیرې قانوني ده او د اوښانو په لاره هم نومول کېږي چې مسافر او سوداګر په دواړو لارو ځې راځي، ډېر وخت وېزې یا پاسپورټ ته اړتیا نه وي.

 د تورخم بندر وروستۍ د نښلولو ټکی هغې خوا ته د خیبر تنګی او دې خوا ته شمشاد غر جوړ وي، هوا یې ګرمه ده، خو په ژمي کې متعدله او د تګ راتګ لپاره ډېره مناسبه ده، همدارنګه د بحر له سطحې 1066 مټره لوړ دی. دا بندر د ننګرهار ولایت ختیځ ته پروت دی، د هېواد له مهمو بندرونو ګڼل کېږي.

افغانستان يو په وچه کې پروت هېواد دی؛ نو دا بندر له اقتصادي اړخه ډېر مهم دی، ځکه د هېواد مرکزي او شمالي سیمو ته تر ټولو نږدې دی. همدا راز یو شمېر غیرې رسمې لارې هم شته چې په کنړ او پکتیا کې د انګورو اډه او په همدې برمل ولسوالي او ځينې نورې لارې هم شته چې رسمیت نه لري.

 

سیمه‌یز بندرونه

واګه بندر

دا د پاکستان په پنجاب کې موقعیت لري چې سړک او د رېل ټرانزیټ هم لري، د پاکستان د لاهور او د هندوستان ارمیتسر سره نښلوي چې 24 کیلومټره له لاهوره او 32 کیلومټره له ارمیتسره واټن لري دا چې دې ته ولې واګه وايي، په هغې سيمه کې د یوه کوچني کلي نوم واګه دی. او په 1947 کال کې يې هندوستان او پاکستان سره بېل کړ چې په بدل کې يې دغه بندر منځ ته راغی.

 

چاه بهار بندر

چاه بهار بندر د ایران هېواد په بلوچستان په ایالات کې موقعیت لري، دغه بندر 14 زره هکټار مساحت لري، شمال ته يې منځنۍ اسیا او افغانستان، ختیځ ته پاکستان او په سویل کې د هند له سمندرګي سره تړلی دی. په لویه کچه د غټو بېړیو چلونې وړتیا لري اوس مهال په دې بندر ډېره پانګونه کېږي چې په دې کې د بېړیو چلولو لپاره ځایونه، هوايي ډګر او همدارنګه په منځنۍ اسیا پورې به د ریل لیکه جوړه شي.

 دغه بندر د منځنۍ اسیا هېوادونه «افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان» چې په وچې پورې تړلي دي، ډېر ارزښت لري، دا هېوادونه به تر ټولو لنډه لار ازادو اوبو ته پيدا کړي. له بل لوري د اقتصادي موقعیت تر څنګ دا سیمه ډېره تاریخې او طبیعي هم ده چې د دې ښار هوا تل پسرلنۍ غوندي تازه او معتدله وي؛ نو ځکه ورته چاه بهار هم وايي.

 دا بندر د نړۍ له دریو د لېږد را لېږد لار ګڼل بلل کېږي چې يوه یې له ایرانه تېرېږي. ایران اوس مهال داوبو له لارې په سوداګري کې کمزوری دی یوازې د عباس بندر له لارې سوداګري کوی.

د چاه بهار ازاد سوداګریز زون ایران ته هغه موکې په لاس ورکوي چې ايران غواړي د منځنۍ اسیا، سويلي اسیا او د فارس د خلیج تر منځ د سوداګري او ټرانزیټ مرکز شي، چاه بهار د 2.5 میليونه ټنه کلنې وړتیا لري او ایران غواړي چې دا ظرفیت 12.5 ته لوړ کړي ایران تر دې مهاله 340 میليونه ډالره پانګونه په چاه بهار بندر کې کړې ده، یوازې ایران نه، بلکې نورو هېوادونو هم هڅه کوي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي لکه افغانستان او تاجکستان غواړي په دې وروستيو کې پايپ لاینونه او ریل لیکې جوړې کړي.

 همدا راز ایران غواړي د هرات ریل پټلې تر منځنۍ اسیا پورې وغځوي له بلې خوا ایران هوکړه کړې چې د قرغز برخه چې د ایران، افغانستان، تاجکستان ، قرغزستان او چین سړک دی تمویل کړي او له بل خوا په تاجکستان کې د انزوب تونل هم تمویل کړي چې تاجکستان او چین ته اوږده لاره ده، دغه لاره زموږ د هېواد په شمال کې تېرېږي.

نور بیا...

 

له علماوو سره د ټولنې چلند

Nov 13, 2019 29

زبير افغان زموږ د ټولنې د عالمانو په اړه چې ما د حکومت له کسانو سره خبرې کړې دي که د ولس، هغوی زیاتره ګیلې ترې کوي. دوی فکر کوي چې یو لور ته ظرفیتونه پکې کم دي، بل لور ته يې تولید [...]

د سولې لپاره د ارګ ولسي طرحه

Nov 13, 2019 29

عنايت ساپی په افغانستان کې تل دا خبره شوې چې د سولې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي او تل دا خبره د نړیوالو ادارو، بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو له خوا تکرارېږي چې افغانان [...]

په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو اړتیا

Nov 11, 2019 29

دواخان مینه‌پال د ملي یووالي حکومت د یو شمېر ستونزو سره سره خورا ډېرې لاسته‌راوړنې درلودې، که څه هم چې په اقتصادي ډګر کې نړیوالې مرستې کمې شوې، خو د ملي یووالي حکومت هڅه وکړه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې