امارت پر سوله ايمان نه لري؛ طالبان هغه سترګې له اوره ډکوي چې اوربند غواړي
۱۳ عقرب ۱۳۹۸ 266 0 نظر سرخط

امارت پر سوله ايمان نه لري؛ طالبان هغه سترګې له اوره ډکوي چې اوربند غواړي

امارت پر سوله ايمان نه لري؛

طالبان هغه سترګې له اوره ډکوي چې اوربند غواړي

له هغه وروسته چې د سولې په اړه د امریکا او طالبانو تر منځ له اوږدو خبرو اترو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري دا پروسه لغوه اعلان شوه، په هېواد کې د جګړې د پای او د سولې راتلو لپاره د افغانانو هیلې هم کمې شوې او پر دواړو لوریو یې د پټو، خو ناکامه مذاکراتو له کبله نیوکې وکړې.

بل خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اوس یو ځل بیا د سولې په تړاو تازه هڅې پیل کړې او د دې لپاره یې د کابل او اسلام‌اباد په ګډون ځینو اروپايي هېوادونو او روسیې ته هم سفر وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني هم څو ورځې وړاندې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د سولې یوه نوې طرحه د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له لوري اعلان کړه.

د طالبانو له لوري د یو میاشتني اوربند وړاندیز منل، له بهرنیو استخباراتي کړیو، په تېره پاکستان سره د دې ډلې د اړیکو څرنګوالي په اړه وضاحت ورکول او ځینې نور اړخونه هغه شرایط دي چې حکومت له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره وړاندې کړل.

یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي کمول او د طالبانو له لوري اوربند ته غاړه کېښوول هغه څه دي چې د حکومت او نړیوالې ټولنې تر څنګ، د ټولو افغانانو غوښتنه ده او د سولې پروسې د بریا لپاره یې یوه اړتیا بولي، خو طالبان بیا تر اوسه دغو لوریو او همدې وړاندیزونو منلو ته نه ‌دې حاضر شوي.

خو اوس یو شمېر عام خلک او مدني فعالان وايي، افغانان له جګړې ستړي شوي او د دې خونړۍ لړۍ د غځېدو وس نه لري؛ نو د جګړې ښکېل اړخونه باید ژر تر ژره په هېواد کې روانه پردۍ جګړه پای ته ورسوي او خپل اختلافات او ستونزې د ټوپک پر ځای، د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د کابل یو اوسېدونکی محمدعلي رضايي وايي، د افغانانو د وینې تویولو لړۍ د درولو او د سولې خبرو اترو په پیل او بریا کې بې‌غوري نه‌ ده په‌ کار او ښکېل لوري دې نور پر خلکو او هېواد زړه خوږ کړي.

د هغه په وینا، طالبانو له تېرو شاوخوا پنځلس کلونو راهیسې د سولې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي او همدا لامل دی چې دغې خونړۍ لړۍ تر اوسه دوام وکړ. هغه زیاتوي، وسله‌وال طالبان د خپلو خلکو او هېواد پر ځای، د پردیو ګټو ته ژمن دي او په افغانستان کې یې موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو هېوادوالو پر وینو لاسونه سره کوي.

په همدې حال کې د میدان وردګ ولایت اوسېدونکی میرزامحمد وايي، په هېواد کې روانې پردۍ جګړې د هر افغان کور د غم پر ټغر کېنولی او هره ورځ یې له کبله لسګونه افغانان وژل کېږي.

هغه د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د جګړې پر ځای، سولې ته لومړیتوب ورکړي او څومره ژر چې کېږي، باید اوربند وکړي او د سولې مخامخ خبرو اترو ته سره کېني. دی زیاتوي، افغانان باید خپلې ستونزې او اختلافونه په خپلو کې حل کړي، خو که د پردیو تګلارو او رحم ته په تمه ناست وي، کلونه کلونه نور به هم په افغانستان کې جګړه روانه وي او له کبله به یې هره ورځ لسګونه هېوادوال په یوه او بل نوم تورو خاورو ته ځي.

مدني فعال حکمت‌ څرګند بیا پر طالبانو نیوکه کوي چې په هېواد کې د جګړې ختمولو او سولې ته د رسېدو لپاره بې‌غوري کوي او په ځلونو یې د دغې خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو فرصت ضایع کړی دی. دی د اوربند په تړاو د حکومت وروستي وړاندیز، د نړیوالې ټولنې او عامو خلکو غوښتنو ته په اشارې وايي، طالبانو نه یوازې د اوربند په اړه د حکومت د وړاندیز او د خلکو د غوښتنې هرکلی وکړ، بلکې لا یې هم په هېواد کې جګړې ته زور ورکړی دی.

څرګند ټینګار کوي چې د سولې له شته فرصته باید بشپړه ګټه واخیستل شي او نور باید د پردیو موخو او ګټو لپاره پر افغانانو بل شوی اور چې کلونه کلونه یې لمبو په لکونو انسانان وسوځول، مړ شي او افغانانو ته د ارام ژوند چانس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د خپل انعطاف نه منونکي او سخت دریځ له کبله د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې لس میاشتنیو مذاکراتو پروسه چې هوکړې ته نږدې شوې وه، لغوه شوه او که دا ډله یو ځل بیا د سولې راتلونکی فرصت هم له لاسه ورکړي، په هېواد کې د هر انسان د وژلو او وراني مسوولیت به د همدوی پر غاړه وي.

 

 

امارت يو بل درز هم وکړ؛ ‏م‌م؛ د قطر طالبانو له امريکا سره د تړون پر ډېرو مالوماتو خاشه اچولې

Jun 02, 2020 29

ملګرو ملتونو د طالبانو په اړه په خپل وروستي خپاره شوي راپور کې ويلي دي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون پر سر طالب اورپکي په خپلو کې سره بدګمانه شوي او همدا بدګماني د دې لامل [...]

په شپږ مياشتې کې د حکومت ټول سرپرست چارواکي ګوښه کېږي

Jun 01, 2020 29

ارګ پرېکړه کړې ده چې تر راتلونکيو شپږو مياشتو پورې به په مرکز او ولايتونو کې ټول هغه حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کوي چې د سرپرستانو په توګه کار کوي.

د لوبې روخ بدلېږي؛ د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا د طالب قوماندانانو د سرونو لو پيل شوی

May 27, 2020 29

د ناڅرګندو کسانو له خوا د خلکو د ترور او وژنو لړۍ له مودو راهيسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه ده، خو دواړو غاړو ته دغه لړۍ د يو بل په پرتله يو څه توپيرونه لري.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې