ملګرتیا
۱۲ عقرب ۱۳۹۸ 62 0 نظر سرخط

ملګرتیا

ملګرتیا

سلامونه يارانو!

راځئ نن د ملګرتيا په هکله دا کيسه ښه په ارامه ولولو، خو ګورئ هر وخت له خپلو ملګرو سره يو ځای درس واياست يو ځای لوبې او ساعتېری کوئ، که يو ملګری مو ناروغ او يا خپه و، پوښتنه يې کوئ؛ نو به مو تل تر منځ مينه پاتې وي؛

***

زه او سېرلۍ ډېرې نږدې ملګرې وو، تل به مو يو ځاى لوبې کولې، موږ به د خوېندو په شان يو ځاى ښوونځي ته تلو او تل به په مو درسونو کې يو له بلې سره مرسته کوله چندرو، پنجاق او د نانځکو ګډول دا زموږ د خوښې لوبې وې.

موږ يوه بله ملګرې هم درلوده چې نېکبخته نومېده، هغې به يوازې سلام عليک ويل، نه به ېې موږ سره لوبې کولې او نه به را سره ښوونځي ته تله، تل به ارامه وه.

يوه ورځ موږ لوبې کولې چې سېرلۍ راته وويل؛ هلته ګوره نېکبخته زموږ خوا ته را روانه ده. همدا چې نېکبخته نږدې شوه؛ نو ډېره خپه ښکارېده، ژر مو پوښتنه ځنې وکړه؛

هی!!!! پر تا څه شوي ولې داسې خپه یې؟

هغې موږ ته مخ را واړوه او ويې ویل؛ تاسې تل يو بل سره لوبې کوئ، ښوونځي ته ځئ، خوشاله خوشاله ګرځئ، خو همدا لوبې زه هم کوم، زه هم ښوونځي ته ځم، خو هيڅ خوند نه را کوي، زه او سېرلۍ دواړې په خندا شوو او نېکبختې ته مو وويل، دا ځکه چې ته دا ټول يوازې کوې، که له موږ سره يو ځاى شې؛ نو هر څه به درته زموږ په شان ښکاره شي، ځکه هر کار په ملګرتیا کې خوند کوي، په دې کې مينه نوره هم زياتېږي. له هغې ورځې وروسته نېکبخته هم زموږ ملګرې شوه، لا تر اوسه هم موږ ملګرې یو، په خوشالې سره ښوونځي ته ځو او ګډې لوبې کوو.

 

سوربخنه کورتۍ

Nov 12, 2019 29

ګرم ګرم سلامونه دې په نېک ساعت کې در ورسېږي. څنګه ياست له يخ سره؟ راځئ نن د يوه ماشوم کيسه درته وکړو. ***

فيل

Nov 10, 2019 29

سلامونه يارانو! راځئ نن د فيل او ماشې کيسه ولولو چې دوی له يو بل سره په څه خبرې کوي؛ ***

پښېماني

Nov 05, 2019 29

سلامونه يارانو! راځئ نن د زرڅانګې د بې‌پروايي په هکله دا کيسه ولولو؛ نو تاسې هم د مور او ملګرو خبره منئ خدای مه کړه بیا به داسې شئ لکه زرڅانګه چې ورسره مخ شوې وه؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې