شاهد کپور کرېکټ کوي
۱۲ عقرب ۱۳۹۸ 100 0 نظر سرخط

شاهد کپور کرېکټ کوي

شاهد کپور کرېکټ کوي

د هندي سېنما وتلي فلمي ستوري شاهد کپور چې په وروستیو کې یې په دې سېنما ځانګړی ځای پیدا کړی دی، اوس هڅه کوي کرېکټ هم زده کړي.

هغه د لوبو د ګټلو لپاره کرېکټ نه زده‌ کوي، بلکې له هندي رسنیو سره یې په خبرو کې زیاته کړې چې په یو فلم کې د رول ادا کولو لپاره دا کار کوي.

شاهد کپور زیاتوي، له ډېرې مودې را وروسته په فکر کې وو چې له «کبیر سنګه‍» فلم وروسته په کوم بل فلم کې چې بالاخره دې پالې ته ورسېده چې د جرسي په نوم فلم کې مرکزي رول ولوبوي.

هغه زیاتوي، په دې فلم کې به د کرېکټ لوبغاړي په حیث تمثیل کوي او په همدې خاطر هره ورځ د کرېکټ اکاډمي ته د زده‌کړې لپاره ورځي.

د کرېکټ د زده‌کړو اړوند د شاهد کپور یو انځور هم خپور شوی چې په لاس کې یې بېټ ليدل کېږي او ویل کېږي د دې فلم انځور اخيستنه د هندوستان په چندي کړ کې وشي.

ټاکل شوې دا فلم د ګواتم تینانوري په لارښوونه د ۲۰۲۰ کال د اګسټ میاشتې په ۲۸ نېټه نندارې ته وړاندې شي.

سني دېول خو په پاکستان کې کور لري

Nov 13, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری چې په ډېری فلمونو کې یې د پاکستان پر خلاف رول لوبولی په پاکستان کې یې د سکانو یو سپېڅلی ځای خپل کور بللی دی.

نېکمرغي دغسې وي

Nov 13, 2019 29

تاسې به د ډېرو نېکمرغه خلکو کیسې اورېدلې وي، خو په شمالي ايرلينډ کې یو شخص د کوژدې ګوتمۍ لټوله چې د سکو په خزانه برابره شو.

ادتي شرما هم ستورې ده

Nov 12, 2019 29

ادتي شرما د باليووډ سېنما يوه وتلې او نوموتې ستورې ده چې د ۱۹۸۳مېلادي کال د اګسټ میاشتې پر ۲۴ نړۍ ته راغلې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې