د چرسو کيک
۱۲ عقرب ۱۳۹۸ 91 0 نظر سرخط

د چرسو کيک

د چرسو کيک

د جرمني په یوه رسټورانټ کې د جنازي ګډون‌والو ته په ناپامي کې له چرسو جوړ شوی کيک ورکړل شوی دی چې تر خوراک وروسته د یوې مېرمنې او ۱۳ نورو کسانو وضعیت یې خراب کړی و.

د جرمني رسنیو د مالوماتو له مخې، دا کار د دې هېواد روسټوک ښار کې شوی دی او د چرسو د کيک تر خوړلو وروسته ټول کسان نږدې روغتون ته استول شوي دي.

د پولیسو له څېړنې وروسته مالومه شوې وه چې په جنازه کې تر ګډون وروسته د ګډونکوونکیو وضعیت هغه مهال خراب شو چې دوی کيک وخوړ او دوی ته مالومه شوه چې په کيک کې چرس کارول شوي وو.

د رسټورانټ څښتن د دې پېښې د څېړنې په پایله کې مالومه کړې وه چې ۱۸ کلن زوی یې دا کيک له خپلو ملګرو سره د مېلې لپاره جوړ کړی و، خو په رسټورانټ کې ګارسون په ناپامي د جنازې ګډون‌والو مخې ته ایښی دی.

د دې پېښې قربانيانو د رسټورانټ پر خلاف دوسیه ثبت کړې او پکې یې لیکلي چې ۱۸ کلن هلک باید د غفلت، جسمي زیان رسونې او د جنازې مراسمو له قانونه د سرغړونې په تور څېړنې ترې وشي.

سني دېول خو په پاکستان کې کور لري

Nov 13, 2019 29

د هندي سېنما وتلی ستوری چې په ډېری فلمونو کې یې د پاکستان پر خلاف رول لوبولی په پاکستان کې یې د سکانو یو سپېڅلی ځای خپل کور بللی دی.

نېکمرغي دغسې وي

Nov 13, 2019 29

تاسې به د ډېرو نېکمرغه خلکو کیسې اورېدلې وي، خو په شمالي ايرلينډ کې یو شخص د کوژدې ګوتمۍ لټوله چې د سکو په خزانه برابره شو.

ادتي شرما هم ستورې ده

Nov 12, 2019 29

ادتي شرما د باليووډ سېنما يوه وتلې او نوموتې ستورې ده چې د ۱۹۸۳مېلادي کال د اګسټ میاشتې پر ۲۴ نړۍ ته راغلې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې