کراټې لوبډلې په ګلستان جام کې درېیم مقام وګاټه
۱۲ عقرب ۱۳۹۸ 190 0 نظر سرخط

کراټې لوبډلې په ګلستان جام کې درېیم مقام وګاټه

کراټې لوبډلې په ګلستان جام کې درېیم مقام وګاټه

د افغانستان کراټې لوبډلې د ګلستان جام نړیوالو سیالیو په لومړي پړاو کې د دوه سرو زرو او یوه سپینو زرو نښانونو په ګټلو سره له ایران او عراق وروسته درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ایران د شهرستان ګلستان په کوربه‌توب د لړم میاشتې په ۹مه پیل شوې وې او د دې میاشتې تر ۱۱مې پورې یې دوام پیدا کړ.

په دې سیالیو کې افغانستان، روسیې، ترکیې، اذربایجان، ګرجستان، عراق، نخجوان، د عراق کردستان، ارمنستان او د ایران شل کورنیو لوبډلو ګډون کړی و.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، په دې سیالیو کې له افغانستانه د کاټا او ځوانانو کمېټې په برخه کې څلورو او د کاټا او لویانو په برخه کې شپږو لوبغاړیو ګډون کړی وو.

په دې سیالیو کې کاظم علی‌خاني او مهران واحدي د سرو زرو او خیرالله واحدي د سپینو زرو مډالونه اخیستي دي.

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې