د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه
۱۲ عقرب ۱۳۹۸ 64 0 نظر سرخط

د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه

د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه

لومړۍ برخه

محمد داود نيازی

لومړی د اقین یا اګین بندر؛ دا بندر د اندخوی له ښاره 35 کیلومټره واټن لري چې له ترکمنستان هېواد سره یو ډېر مهم سوداګریز بندر دی او له دې لارې د افغانستان اسیايي او اورپايي هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي. له ترکمنستان سره په 1887 کال کې سرحد ټاکل شوی دی.

 که په تاریخې لحاظ اسیايي هېوادونو او اورپايي هېوادونو سوداګریزو اړیکو ته نظر وکړو نو د ورېښمو یوه لار له همدې مسیره تېره شوې چې د بارتر سیسټم له مخې مالونه تبادله کېدل چې هلته د کم‌ساري پر جوړېدو سره ګومرکي مالونه تبادله او د بخار په نامه موجود ول، خو کله چې په روسیه کې بدلون راغی؛ نو د دواړو خواوو پر مخ وتړل شوه خو په کال 1371 ه ش کې یو ځل بیا له ترکمنستان سره دا لار پرانستیل شوه، اوس مهال د ګومرک تر څنګ یو شمېر نورې ادارې او شرکتونو خپلې څانګې پرانیستې او له دې بندره وارداتي توکي دا دي؛ خوراکي مواد، نفتي مواد، طبی دواوې، عراده‌جات او هغه هېوادونه چې ایران، چین، ترکیه، امارات، المان، روسیه، اندونیزیا، مالیزیا، کوریا، جاپان او ترکمنستان ته واردېږي.

دغه صادرات لکه؛ کرنیز او حيواني محصولات، قالینې، قره قول پوستکي، پسونو کولمې، کنجد، شیرین بویه، اوستوق، ممیز، چهار مغز او بادام، د هېواد د سوداګرو له خوا ایران، ترکيې، فنلنډ، روسیې او عربستان ته صادرېږي، خو د ژمي په موسم کې ډېر وخت ستونزې لري، مګر د اوړي په موسم کې تر هر وخت ګټور وي.

 

 حیراتان بندر

دا د افغانستان او ازبکستان تر منځ د بلخ ولایت په شمال کې پروت دی چې د هېواد له مهمو بندرونو ګڼل کېږي، دغه بندر د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد د امو سیند جوړ وي ټول ټال 137 کیلومټره سرحد دی او په کال 1982 کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستي پل د شوروري اتحاد په وسیله جوړ شو چې افغانستان یې له مرکزي اسیا ، روسیې او چین سره وتاړه، شوروي اتحاد په کال 1983 ـ 1984 کال پورې یو څلوېښت زریزه ښارګوټې هم جوړ کړو دا لار په تېرو جنګونو کې خوندي لار بلل کېده.

 د حیراتو سطحه له بحره 300 مټره ده چې هوا يې ګرمه او لقمه په نامه کبان پکې پیدا کېږي چې د هېواد له مهمو بندرونو يو دی. په دې وروستیو کې چې زموږ اړیکې له پاکستان سره نسبتاً خرابې شوې؛ نو له دې بندره ډېر کار اخیستل کېږي دا بندر د دې تر څنګ چې ریل‌لیکه هم لري، دا دویمه لیکه 15 کیلومټره د ازبکستان له ترمزه د حیراتانو پورې اږدول او بیا وروسته دامو د سیند پورې په همدې ډول د دوستي تر پول پورې تړاو پیدا کوي.

 چین هېواد لومړی سوداګریزه محوله هم د اوسپنې لیکې د حیراتان له بندره وارد کړل چې د هېواد لپاره ډېره مهمه مساله ده. له بل لوري په هېواد کې د بې‌کاری او امینت په تامین کې مهم رول لري.

 

د ای خانم بندر

دا په تخار ولایت کې دی افغانستان له تاجکستان سره نښلوي، دا بندر له طالبانو سره د جنګ پر مهال د شمال ټلوالې له خوا تاسیس شوی و خو تر اوسه د هېواد له مهمو بندرونو بلل کېږي چې بنسټیزه ستونزه یې دا ده چې دا بندر پل نه لري، د دې تر څنګ د تګ راتګ لار يې هم مناسبه نه ده، سړکونه هم نه دی جوړ، خو کله چې سوداګر وغواړي خپل توکي د بېړیو له لارې د امو له سینده بلې غاړې ته وړي او یا یې راوړي، له همدې کبله يې عواید ډېر کم دي، بدبختانه اوس دا بندر له سقوط سره مخ دی چې د هېواد له شمال ختیځو بندرونو ګڼل کېږي، د دې بندر په رغولو به د هېواد اړیکې له منځنۍ اسیا سره نورې هم پیاوړې شي.

 

  شېرخان بندر

دا د هېواد په شمال ختیځ کې دی چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ پروت دی د شېر خان بندر او تاجکستان تر منځ د امو لوی سیند دی چې د پنچ‌پل په وسیله تړل شوی. شېر محمد ناشر د خروټيو د قوم یو لوی خان او قومی مشر و چې د افغانستان په تاریخ کې د شېرخان په نوم مشهور دی. کله چې بچه‌سقاو د نادرخان له لاسه ماتې خوري؛ نو د شېرخان په مشري ځواک یې د شمال پر لور حرکت کوي، څو یاغیان وځپي او شېرخان د تاجکستان تر پولو ځان رسوي.

 نادر خان د ثبات لپار فرمان ورکوي چې شېرخان همالته دایمې واوسي. شېرخان په کال 1309 هجري شمسي په کندوز کې والي مقرر شو چې وروسته لوی ځمک‌وال او ځواکمن وګڼل شو. د شېرخان زوی غلام سرور ناشر په قندوز کې شېرخان بندر، د پنبو له دانو د غوړیو جوړولو فابریکه یا سپین زر شرکت، سپين زر هوټل او موزې تاسیس کړې، شېرخان د محمد ظاهر شاه بابا د کاکا هاشم خان له خوا ووژل شو.

دې بندر د دواړو هېوادونو تر منځ ډېرې اسانتیاوې راوستلې چې هر ورځ ډېر خلک سوداګر او سوداګریز توکي سره تبادله کېږي.

 

تورغونډۍ بندر

دا بندر افغانستان له ایران ، ترکمنستان او قزاقستان سره تړي چې د ملت بابا محمد ظاهر شاه له خوا په لومړنۍ بڼه جوړ شو چې د هرات په لرغوني ولایت کې موقعیت لري، ازبکستان سره اوس مهال ډېر سوداګريزې راکړې ورکړي د اقینې د بندر له لارې کوي. په دې وروستیو کې د تورغنډۍ بندر د ظرفیت د لوړونې لپاره هم لارښوونه شوې ده له بل لوري د هېواد لپاره ډېر مهم سوداګریز ارزشت لري چې افغانستان د ترکمنستان له لارې اذربایجان او د هغې لارې اروپا سره تړي  دا د لاجوردو لار هم بولي.

له ترکمنستانه بیا سرهتیابه د تور غونډۍ تر ښاره د لسو کیلومټرو په اندازه د شوروي اتحاد له خوا جوړه شوی و، بیا تر 2007 پورې هماغسې پاتې وه. له تور غونډۍ د هرات تر هوايي ډګره د اوسپنې د لیکې تخنيکي او اقتصادي سروې پیل شوې چې 200 کیلومټره دی.

 

اسلام‌قلعه بندر

دا سیمه د کافر قلعه په نوم هم یادېږي، د افغانستان غربي ولایت په هرات کې موقعیت لري او سرحد يې له ایران هېواد سره دی، دا یو رسمي سرحد دی چې د ایران د تایباد له سیمې افغانستان ته را داخلېږي، اسلام قلعه د کوهستان په ولسوالي کې ده چې د اسلام قلعه د لویې لار په وسیله د هرات ولایت له ښار سره تړل کېږي، د افغانستان او ایران تر منځ سود اګري هم له همدې لارې کېږي.

 دا بندر د افغانستان او ایران تر منځ موجود دی چې ډېر وګړي د همدې بندر په وسیله تګ راتګ کوي اسلام‌قلعه کوچينی کلي لري چې د کلاته/ تاجیک ها او قدوس‌اباد په نوم یادېږي، قدوس اباد یو ښارګوټی دی چې هرات ته د راتګ لیکه جوړوي، همدارنګه د کوهستان په ولسوالي پورې تړاو، هوا يې هم مناسبه ده.

نور بیا...

له علماوو سره د ټولنې چلند

Nov 13, 2019 29

زبير افغان زموږ د ټولنې د عالمانو په اړه چې ما د حکومت له کسانو سره خبرې کړې دي که د ولس، هغوی زیاتره ګیلې ترې کوي. دوی فکر کوي چې یو لور ته ظرفیتونه پکې کم دي، بل لور ته يې تولید [...]

د سولې لپاره د ارګ ولسي طرحه

Nov 13, 2019 29

عنايت ساپی په افغانستان کې تل دا خبره شوې چې د سولې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي او تل دا خبره د نړیوالو ادارو، بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو له خوا تکرارېږي چې افغانان [...]

په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو اړتیا

Nov 11, 2019 29

دواخان مینه‌پال د ملي یووالي حکومت د یو شمېر ستونزو سره سره خورا ډېرې لاسته‌راوړنې درلودې، که څه هم چې په اقتصادي ډګر کې نړیوالې مرستې کمې شوې، خو د ملي یووالي حکومت هڅه وکړه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې