د فېسبوک نوښت
۱۱ عقرب ۱۳۹۸ 69 0 نظر سرخط

د فېسبوک نوښت

د فېسبوک نوښت

موږ او تاسې اوس عموماً پر فېسبوک هغه څه ګورو چې زموږ ملګري او هغه پاڼې یې شریکوي چې موږ خوښې کړې وي.

خو فېسبوک اوس داسې نوښت راوستلی چې د فېسبوک مطالب یې په څو برخو وېشلي دي، هر یو چې مو ښه وي، په هماغه ډول کولای شئ، وګورئ/ولولئ/واروئ.

څو ورځې وړاندې د فېسبوک ادارې په امریکا کې د څو ټاکل شویو کاروونکیو پر فېسبوک د دې نوښت ازمويښت کړی او دا تجربه یې بریالۍ ثابته شوې ده.

دوی د فېسبوک منځ‌پانګه په څلورو برخو یانې عمومي، موضوعاتي، متفرقه او کورنۍ برخو وېشلې ده چې په هره برخه کې اړوند خبرونه راځي.

دوی دا کار د دې لپاره کړی چې هر کاروونکی په ځانګړي ځای کې په ډېرې اساني خبرونه تر لاسه کړي او دا کار اوس یوازې په امریکا کې ازمايل شوی، خو تمه ده چې نورې نړۍ ته هم سر راوباسي.

فېسبوک په خطري تارو کې لاس وهي

Nov 13, 2019 29

د خواله رسنیو تر ټولو مشهوره شبکه فېسبوک ښايي ځینو کسانو ته ډېر خوندي ځای ښکاره شي، خو دې شبکې ډېری وخت د ډېرو مهمو کسانو شخصي مالومات شریک کړي دي.

شياومي به را روانه مياشت په ټکنالوژي کې نخره وکړي

Nov 12, 2019 29

موبايل جوړې کمپنۍ شياومي غواړي دا ځل د ټکنالوژي بازار ته داسې موبايل را ولېږي چې لومړی خو يې کامرې پنځه او بيا ۱۰۸ ميګا فکسله وي. دا خبر چينايي رسنيو ورکړی.

د موټر ژر چارجېدونکې بېټرۍ

Nov 11, 2019 29

د برېښنايي موټرو یو لوی غم دا دی چې بېټرۍ یې په ډېر زیات وخت کې بیا چارجېږي او په کمه موده کې چارج خلاصوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې