سړی او زمری
۸ عقرب ۱۳۹۸ 259 0 نظر سرخط

سړی او زمری

سړی او زمری

سلامونه يارانو!

راځئ نن په دې نکل کې د سړي او زمري کيسه ولولو چې په دې کې رښتيا او دروغ څومره توپير سره لري؛ نو هغه څوک چې بې‌ځايه لاپې وهي او د دروغو پرېکړې کوي، له ستونزې سره به مخ شي؛

***

د يوه سړي او زمري په دې خبره بحث و چې زمری زیات زړه‌ور دی او که سړی؟

دواړه پر یوه لاره روان وو. يوه ځای ته چې ورسېدل، يو انځور يې ولید چې سړي پکې زمری را څملولی او په غاړه يې پښه ور ايښې ده.

سړي زمري ته وويل؛ «دې انځور ته وګوره بیا پرېکړه وکړه چې څوک زړه‌ور دی؟» زمري وويل؛ «دا انځور به خامخا سړي جوړ کړی وي، که زمري جوړ کړی وای؛ نو سړی به د زمري له پاسه نه، بلکې د هغه په ګېده کې ښکارېده.»

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې