دوه ملګري
۲۴ میزان ۱۳۹۸ 418 0 نظر سرخط

دوه ملګري

دوه ملګري

 

ژباړه؛ نورالباقي نسيمي

توریالی او بریالی ښه ملګري وو، دوی پر ځينو شيانو جنجالونه سره کول، خو ملګرتوب یې هيڅکله نه دی پرېيښي، یو وخت دواړه په ډېرو ځایونو کې په وظیفه پسې وګرځېدل، مختلف کلي، ښارونه او ځنګلونه یې ګام کړل او د سفر په اوږدو کې به یې د یو بل مرسته هم کوله.

یوه ورځ تر ډېرو مزلونو وروسته صحرا ته ورسېدل، ډوډۍ او اوبه یې پر خلاصېدو وو. بریالي او توریالي ته وويل دا ډوډۍ او اوبه باید د بیا لپاره وساتو.

خو توریالی تږی و، ځکه یې د بربالي خبره و نه منله، غوښتل یې چې په پتک کې لږ پاتې اوبه وڅښي، خو بریالي په څپېړه پر مخ وواهه، توریالي غږ و نه کړ، همداسې دواړه په چوپتیا سره روان شول، توریالي پر ځمکه ولیکل زه خپل بهترین ملګري په څېړه ووهلم!

بالاخره دواړه یوې ښکلې سیمې ته ورسېدل لوی سیندونه، وړې چینې، ونې او نور ډول ډول منظرونه لري چې په لیدو یې روح تازه کېږي دوی ډېر خوښ و، په یو لوی سیند کې دواړو لامبو کوله، توریالی یو ناڅاپه د خپلې بې‌باکي له وجې سیند لاندې کش کړ، بریالي په ډېره زړورتیا او مېړانه په بېړه راوکيښ، توریالی چې په هوښ راغی خپل ملګری یې په غيږ کې کلک ونیو او مننه یې ترې وکړه.

تر لږ شېبه هوسا کېدو وروسته دواړو له دې ځايه د روانېدو پرېکړه وکړه. بریالي دا ځل د سیند پر غاړه پر یوه لویه ډبره په کاڼي  ولیکل؛ «زه خپل بهترین ملګري له مرګه وژغورلم!»

توریالي بریالي ته وویل، هغه په څپېړه چې دې وهلی وم هغه مې په صحرا کې پر خاوره وليکل، اوس به بادونو ړنګ کړی وي.

اوس چې دې زه له مرګه وساتلم، پر کاڼي مې وکښل، همېشه به همداسې وي، نه به ړنګېږي.

خوږو ماشومانو! تر منځ مو تېرې شوې شخړې هېرې کړئ او د ښو کړنو انځور په ذهن کې ولرئ.

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې