ډېویډ ايسټ يوه کار ميليونر کړ
۲۴ میزان ۱۳۹۸ 347 0 نظر سرخط

ډېویډ ايسټ يوه کار ميليونر کړ

ډېویډ ايسټ يوه کار ميليونر کړ

په اسټرالیا کې د پولیس په قتل تورن کس ډېويډ ایسټ عمري بندي و، خو له ۱۹ کاله بند وروسته له زندانه ازاد شو او اوس ميلیونر دی.

د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا ۷۴ کلن کس په ۱۹۹۵ مېلادي کال کې د یوه پولیس د وژنې په تور ورته د ټول عمر قید سزا واورول شوه، ځکه هغه پولیس ته ګواښ کړی و چې یوه ستونزه یې حل کړي او په همدې خاطر ونیول شو.

ډېويډ ایسټ د خپلي بې‌ګناهي د ثابتېدو لپاره په ۱۹۹۹، ۲۰۰۰، ۲۰۰۱، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۸ کلونو کې څو ځله وړاندیزونه وکړل، خو بېرته به رد شول.

خو هغه خپل همت له لاسه ور نه ‌کړ او په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې یې یو ځل بیا د خپلي بې‌ګناهي ثابتېدو لپاره وړاندیز وکړ چې دا ځل بریالی شو او حکومت هغه ته د ۱۹ کلن بند په بدل کې ۴٫۸ ميلیونه ډالره ورکړل.

تر دې وړاندې د ډېويډ ایسټ مدافع وکیل ویلي وو، هغه په نولسو کلونو کې له خپل ژونده بې‌برخې و، خپله کورنۍ یې جوړه نه شوای کړای، دندبهیر ترې هم پاتې شو او په دې مهال کې یې خپل مور او پلار هم مړه شوي دي؛ نو ځکه باید حکومت ورته په بدل کې دومره پیسې ورکړې وای.

په لاس کې مو دا نښه شته؟

May 26, 2020 29

د ښي لاس ورغوي ته مو وګورئ، که مو د ورغوي له ليکو، لکه د انګلېسي M دغسې نښه جوړېده، نو پوه شئ چې تاسې بې جوړې او ناياب انسان ياست.

يوه هندي يې ښځه په مار چيچلې

May 26, 2020 29

د هند په کيراله ايالت کې يوه سړي خپله سکنۍ مېرمن په مار چيچلې او بيا پوليسو نيولی دی.

مديحه ارم؛ چې نن يې يوې سواليې ژوند ژغورلی

May 22, 2020 29

مديحه ارم د پاکستان په حکومتي هوايي شرکت پي‌ای‌اې کې د ايرهوسټس په توګه کار کوي او ټاکل شوې وه چې نن په هغه بدبخته الوتکه کې کراچۍ ته سفر وکړي چې تر سلو د زياتو کسانو وجودونه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې