د برېټانیا او اسټرالیا تر منځ پل
۲۴ میزان ۱۳۹۸ 273 0 نظر سرخط

د برېټانیا او اسټرالیا تر منځ پل

د برېټانیا او اسټرالیا تر منځ پل

د برېټانیا فضايي اداره وايي، د اسټرالیا له فضايي ادارې سره به همکاري زیاته کړي چې د لومړي ځل لپاره د دوو هېوادونو تر منځ هوايي پل جوړ کړي.

د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، اوس‌ مهال د لندن او اسټرالیا تر منځ هوايي سفر ۲۲ ساعته دی، خو که «Synergetic Air-Breathing Rocket Engine» په نوم پل جوړ شو، دا واټن به اتیا په سلو کې را لنډ شي.

د دې راکټ ماشین د جوړېدو په اړه ویل شوي چې تر ۲۰۳۰ پورې به د لندن او سیډني تر منځ جوړ شي او د اسټرالیا له فضايي ادارې مسوولانو ډاډ هم ورکړی چې دې موخې ته رسېدای شي.

اوس‌ مهال د لندن او د اسټرالیا د سیډني تر منځ واټن ۱۶ زره ۹۹۴ کیلومټره دی، خو د دې راکټ چټکیا له غږه هم ډېره ښوول شوې ده.

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

Dec 18, 2019 29

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې