د لوحې پيشۍ
۲۲ میزان ۱۳۹۸ 89 0 نظر سرخط

د لوحې پيشۍ

د لوحې پيشۍ

دويمه / وروستۍ برخه

ژباړه؛ عزت الله نوروزی

پيشونګورې کته پورته وکتل، وړوکی شاپرک یې ولید چې په ګلونو کې زانګي.

سر یې له نازه پورته ونیو، د ځان د خوښې لپاره یې وویل؛

ـ شاپرکه! ته یې؟ زه په تا پسې ګرځېدم، وایي چې ته ډېر ښکلی يې، ستا په نظر له ما سره په ښکلا کې ځان مقایسه کوې؟ و به پوهېږې چې زه د نړۍ تر ټولو ښکلې پيشو یم.

شاپرک په مسخروسره وویل؛

ـڅومره بې‌عقله غږېږې! ته څنګه کولای شې له ما سره ځان مقایسه کړې؟ ستا ښکلا درسامې له رنګو څخه ده اوزه طبیعي ښکلی یم.

د پشونګورې چې ډېر وخت یې تریخ شوی و، په قهر یې وویل؛

ـته څومره کینه‌کښ یې. مهمه دا ده چې زه له تا ښکلې یم اوزما ښکلا تاته زور درکوي. زما رنګونه چې له کومه شوي هغه په تا پورې اړه نه لري. ته له ماسره کینه کوې او رسامي دې پلمه کړه.

پشونګورې په شاپرک پسې ټوپ ورواچاوه؛ خوپه بیړه له هغوځایه لرې شو. ولاړه تر یوې کرهڼې پورې ورسېده، یو شین ځنګل یې په مخکې و، پرته له وریځې شین اسمان یې په سره و، زېړ غنم باد ښورول، رنګارنګ ګلونه په پولو او لښتیو ځلیدل، شاوخوایې خړ غرونه ولاړوو، ددغو یې سیل کاوه.

 

پیشونګورې له ځان سره وویل؛

 دغه ټول ښکلي دي؛ خو زما په شان یو هم ښایسته رنګ نه لري.

 

وړوکې پیشۍ په خپله لاره روانه شوه چې یوه واړه ډنډ ته ورسېده چې ټول د نیلوفر له ګلانو ډک و، دخپل انځور په لیدو مصروفه شوه. ناڅاپه یوه تیږه په اوبو کې ولوېده، په اوبو کې یې ګرګډولي جو کړل، د پیشونګورې عکس پکې ورک شو.

پیشونګوريې چې سر پورته کړ، په ونه کې یې مرغۍ ولیده.

مرغۍ وویل:

ـ څه خبره ده چې دومره ناز او نخرې کوې؟

پیشۍ چې ډېره په قهر وه، زړه یې غوښتل چې مرغۍ ونیسي په حساب یې خبره کړي، خو دا اسانه کار نه و.

دځان د خوشالې لپاره یې وویل؛

ښه فکر وکړه، زه د ماشومانو لپاره رسامي شوې پیشۍ یم، ښه راته وګوره، د مرغیانو ملکه نه‌شې کولی چې په ښایست کې له ماسره ځان مقایسه کړې.

مرغۍ ځواب ورکړ؛

ـ که ته ښایست لرې دا کمال د رسام دی، که د رسام، کاغذ، بورس او رنګ نه وي ته به هم نه وې، ښه به دا وي چې لږ هوښیاره شې. پيشونګورې له قهره پر مرغۍ حمله وکړه. هوښیاره مرغۍ په تېزۍ سره د ډ نډ په منځ کې د نیلوفرپه پاڼه کې کېناسته.

پشونګورې هم په مرغۍ پسې ډنډ ته ور روانه شوه چې څنګه یې په اوبو کې پښه کېښوده چمبه یې چوملکه او ککړه شوه.

پیشونګورې چې ډېره وډاره شوه، په بیړه دونې څنډې ته ولاړه اوچملکه چمبه یې په ونه کې برسېره کېښوده چې لمر یې ګرمه او وچه کړي.

چې لږ ګرمه شوه له ځان سره یې وویل؛

ـ څومره بدنصیبه یم چې ښکلې یم او مرغیانې هم کینه راسره کوي، دا زما نیمګړتیا نه ده چې تر ټولو ښکلې یم، په هر حال زه د ځمکې په سر تر ټولو موجوداتو ښکلې یم.

 

وړوکې پیشې څو شېبې دمه وکړه.

چې چمبه یې وچه شوه بیا په لاره روانه شوه، څو قدمه وړاندې نه وه تللې چې د شاتو مچیوته ور ورسېده چې د لارې په ګلانو کې مصروفې وې.

پشونګورې ترې وپوښتل؛

 

ـتاسې څه شی کوئ؟

یوې وړې مچۍ ځواب ورکړ؛

 کار کوو!

پشونګورې ته ډېره عجیبه ښکاره شوه؛

کار کړئ؟ ما په ټول وخت کې کار نه دی کړی؛ خو د سیل په ځای کې ټول خلک زما ستاینه کوي. ولې ځان په زحمت کوئ چې کار کوئ؟

یوې مچۍ وویل؛

ـموږ دژوند د دوام لپاره کار کوو. ستا په شان نه اوسېږو چې ول ور کوې بې‌مانا خبرې کړې. شرمېږې هم نه! که ته ښکلې یې په دې خاطر چې ته یې رسم شوې، ته له هغه چا مننه وکړه چې ستا تصویر یې جوړکړی.

 

سوربخنه کورتۍ

Nov 12, 2019 29

ګرم ګرم سلامونه دې په نېک ساعت کې در ورسېږي. څنګه ياست له يخ سره؟ راځئ نن د يوه ماشوم کيسه درته وکړو. ***

فيل

Nov 10, 2019 29

سلامونه يارانو! راځئ نن د فيل او ماشې کيسه ولولو چې دوی له يو بل سره په څه خبرې کوي؛ ***

پښېماني

Nov 05, 2019 29

سلامونه يارانو! راځئ نن د زرڅانګې د بې‌پروايي په هکله دا کيسه ولولو؛ نو تاسې هم د مور او ملګرو خبره منئ خدای مه کړه بیا به داسې شئ لکه زرڅانګه چې ورسره مخ شوې وه؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې