له بې‌اعتماده خاوند سره داسې وکړئ
۱۷ میزان ۱۳۹۸ 174 0 نظر سرخط

له بې‌اعتماده خاوند سره داسې وکړئ

له بې‌اعتماده خاوند سره داسې وکړئ

هغو کسانو ته په ټولنه کې بدګومانه ويل کېږي چې د هر چا په اړيکو شکمن وي، داسې انګېرې لکه د ده لپاره چې پټه دسيسه جوړېږي، که مېلمستيا ته وبلل شي ګوښه کېني نه غواړي زیاتې خبرې وکړي، د ملګرو شمېر يې لږ او يا بېخې کم‌رنګه وي.

په دې ستونزه اخته وګړي د کورنۍ نور غړي په تېره بیا مېرمن تر سخت فشار لاندې راولي، په وړه خبره ترې خپه او يا فزيکې برخورد کوي؛ نو له دې رنګ کسانو سره ژوند ترخېږي، لاندې څو نکتې کېدای شي دغه بې‌باوري له منځه يوسي؛

 

۱.له توقع خلاف غوښتنې

د خاوند بد چلند او بې‌اعتمادي هيڅکله د ده د وړکتوب د مهال نيمګړتيا مه ګڼئ، ګواکي چلند به يې ژر سم شي، خو برعکس تاسې بايد هڅه وکړئ چې د باور پيدا کولو لارې يې ولټوئ، نه يوازې دا چې باور به يې بیا را ژوندی شي، بلکې هغه ټول ناوړه فکرونه، خصومت چې ستاسې پر وړاندې پيدا شوی و، له منځه ولاړ شي. د زیات بدلون تمه مه ترې کوئ، خو هغه غوښتنې ولرئ چې د یوې مېرمنې له خوا پر خاوند لازمې دي او د خاوند له اړخه مېرمن پرې ګومارل شوې ده.

 

۲.په بیا باور پيدا کولو کې صابرانه هڅې

د ښې او دايمې اړيکې لپاره لازمه ده چې ورو ورو سنجول شوي ګامونه واخيستل شي، دا پر ځان سخته او پر خاوند جبر مه بولئ چې يوه مينه‌ناکه اړيکه بیا له سره پيلوئ او د هغه باور را ژوندی کوئ، مثلاً تر څنګ يې کېنئ غلي ورته وواياست «چې که پر ما باور ولرې ناروغې به دې ختمه شي.» «ته هيڅ اندېښنه مه کوه!» «زه تل ستا خيال ساتم!» «ستا په خوښه به هر څه سرته رسوم!» ممکن دا څو جادويې خبرې ژوند او فکر ور بدل کړي، ځکه  دی تجربه پيدا کوي چې نورې ښځې د ده ستونزه نه حل کوي، که دفتر ته هم لاړ شي، د تفريح پر مهال يوه خوله خندا وکړي، دا ناممکنه ده چې هغه يې د خپلې مېرمنې په شان هيلې او غوښتنې نه‌شې پوره کولای او نه امکان لري.

 

۳.د غوسې پارېدلو اړخ پيدا کول

دا طبيعي ده چې د خاوند او مېرمن تر منځ جنجالونه پېښېږي، په يو بل تورونه لګوي، سپکې سپورې وايي چې يو بل ته يې سم له واره په ليدلو فکر خرابېږي او چلند يې بدېږي، ښه به دا وي چې تر خاوند وړاندې تاسې هغه نکتې په ځان کې ولټوئ چې غوسه مو لا پرې زياتېږي او خاوند مو کرکه در نه کوي.

 يوه ماهره مېرمن تل په دې هڅه کې وي چې د جنجال منشاء ختمه کړي؛ نو د دې لپاره يې لومړی اقدام په خپل چلند کې بدلون راوستل وي، داسې چې بیا يې خاوند هيڅکله تاوتريخوالي ته وخت پيدا نه کړي.

 

۴.خاوند مو کم مه ګڼئ

ښه او تکړه کسان هغه دي چې تېر هېروي، مثلاً که له يوې مېرمنې سره يې خاوند بد چلند کړی وي او دا بیا هم نېکه رويه ورسره لري، تېرې پېښې هېروي، ممکن بې‌باوري د خاوند يوه ناروغې وبولي؛ نو دغه مهارت يې د خاوند غوسه په مينه بدلوی. ډېرې ښځې چې د خاوند له خوا له بد چلند سره مخ شوې وي، په راتلونکي کې هم ځان د دې مستحق بولي له خاونده غچ واخلي؛ نو تل هڅه کوي له هغه سره عين چلند وکړي، ښه کار دا دی چې خاوند ته درناوی وکړي، ځکه د هغه په عزت نفس او پر ځان باور زیاتېږي. ډېر نارينه داسې دي چې ځان ټيټ او بې‌ارزښته ورته ښکاري، خو يوه ماهره مېرمن يې ټول ژوند يوازې په يوه کار ور بدلولای شي.

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 11, 2019 29

څلورمه برخه ډاکټر محب زغم ۷. یو شفر وټاکئ چې که مو ماشومان ځان خوندي نه بولي یا غواړي له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي. ماشومان مو چې لږ غټ شول، بیا ورته یوه شفري کليمه ور زده [...]

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 09, 2019 29

دويمه برخه ډاکټر محب زغم هغه لویان چې له ماشومانو جنسي استفاده کوي مختلف تکتیکونه کاروي.

د ماشومانو جنسي ځورونه

Dec 07, 2019 29

لومړۍ برخه ډاکټر محب زغم په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې راپور مختلف غبرګونونه را وپارول. ځینو وویل چې دا توطيه ده او غواړي مکتبونه بدنامه کړي چې خلک خپل ماشومان تعلیم ته [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې