د کرينې اداکارې تر مرګه مرګه ده
۱۷ میزان ۱۳۹۸ 354 0 نظر سرخط

د کرينې اداکارې تر مرګه مرګه ده

د کرينې اداکارې تر مرګه مرګه ده

د هندي سېنما وتلې فلمي ستورې کرینه کپور چې په بالیووډ کې یې نږدې دوې لسیزې پوره کېږي وايي، د همدې لپاره زېږېدلې وه چې تثمیل وکړي او تمه لري چې د ژوند تر پایه اداکاره پاتې شي.

هغې په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې له ابيشیک بچن سره چې هغه وخت یې په کډوالي کې ژوند کاوه، فلمي نړۍ ته مخه کړه او په ډېرو فلمونو کې یې کار کړی دی.

د هندي رسنیو د مالوماتو له مخې، کرینه کپور تر دې مهاله «جب وي مېټ»، «ادتا پنجاب»، «ویري دې وېډېنګ»، «تهري ایډیټس»، «چملي» او «اسوکا» په نوم بریالیو فلمونو کې کار کړی دی.

کرینه کپور له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، ډېره لېواله ده چې د دې سېنما له وتلي ممثل عامر خان سره په «لال سنګهـ چډها» کې کار وکړي او په وینا یې هغه سېنمايي نابغه دی.

هغې وړاندې زیاته کړې، په دې فلم کې کار کول ورته ستر عزت دی. هغې له عامر خان سره په «تلاش» او «تهري ایډیټس» کې هم کار کړی دی.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې