د کمېسیون ټنبلي؛ د ټاکنو پايلې که پر خپل وخت اعلان نه کړي لانجمني به شي
۱۷ میزان ۱۳۹۸ 71 0 نظر سرخط

د کمېسیون ټنبلي؛ د ټاکنو پايلې که پر خپل وخت اعلان نه کړي لانجمني به شي

د کمېسیون ټنبلي؛

د ټاکنو پايلې که پر خپل وخت اعلان نه کړي لانجمني به شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کميشنر مولانامحمد عبدالله وايي، د دغه کمېسیون د مالوماتو مرکز ته د بایومټریک دستګاوو د مالوماتو د ورو بهیر له کبله ښايي د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان نه‌شې کړای.

د ده په وینا، تر دې دمه د رایې اچونې د ۲۶۵۶۸ محلونو له ډلې د ۲۲۴۰۰ محلونو لومړني مالومات او د ۱۴۰۰۰ بایومټریک ماشینونو وروستي مالومات مرکزي کمېسیون ته رسېدلي دي.

هغه پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي، که د ټاکنو د بایومټریک مالوماتو ټولو بهیر همداسې روان وي، د تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه به د ولسمشري ټاکنو د پایلو اعلان ناشونی وي.

په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب‌الرحمان ننګ که څه هم د کمېسیون د مالوماتو مرکز ته له بایومټریک دستګاوو نه د ۵۰ سلنه مالوماتو د لېږد خبر ورکوي، خو وايي، که د دغو مالوماتو په لېږد کې له ځنډ یا کومې بلې تخنیکي ستونزې سره مخ شي، ښايي پر خپل وخت به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان نه‌شې کړای.

ننګ د مالوماتو مرکز ته د بایومټریک مالوماتو په لېږد کې د ځنډ لامل، پر خپل وخت د څارونکیو نه حاضرېدل په ګوته کوي او وايي، که د کورنیو او نړیوالو څارونکیو بنسټونو او نوماندانو څارونکي پر خپل وخت کمېسیون ته حاضر شي، دوی به هڅه وکړي چې د رایو شمېرنې روانه پروسه ژر بشپړه او د ټاکنو لومړنۍ پایلې له مهالوېش سره سمې اعلان کړي.

بل ‌خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حواعلم نورستاني بیا وايي، ټول کارونه یې له مهالوېش سره سم پر مخ روان دي او کمېسیون ښايي د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې له ۲۷مې نېټې مخکې اعلان کړي.

خو پر ټاکنو ځینې څارونکي بنسټونه او مدني فعالان وايي، که د ټاکنو کمېسیون د رایو په شمېرلو او د مالوماتو مرکز ته د بایومټریک دستګاوو د مالوماتو په لېږد کې ټنبلي وکړي یا هم له کومې بلې تخنیکي ستونزې سره مخ شي، دا کار به د کمېسیون پر مهالوېش منفي اغېز وکړي.

د دوی په وینا، هره تخنیکي ستونزه او د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو بې‌پروایي به پر دغې ملي پروسې د خلکو شکونه زیات کړي او دا پروسه به د کړکېچ خوا ته بوځي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا رییس نعیم ایوب‌زاده وايي، د رایو شمېرنې په بهیر کې هره کوچنۍ او ستره ستونزه نه یوازې د مسوولانو د کمزوري ښکارندويي کوي، بلکې د ټاکنو روڼوالی هم اغېزمنوي.

دی زیاتوي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي خپلو نیمګړتیاوو او بې‌غوري ته بهانې لټوي او په وینا یې، دا کمېسیون باید د رایو شمېرنې پروسه چټکه او پر خپل وخت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

په همدې حال کې مدني فعال عصت‌الله ذکي وايي، افغانان د ټاکنو د پایلو اعلانولو ورځې ته شېبې شماري او د ټاکنو کمېسیون باید د خپل مهالوېش خلاف دغه پایلې و نه ځنډوي.

د هغه په وینا، که کمېسیون د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډوي، په دې کار سره به په لوی لاس ځینو نوماندانو ته دا چانس په لاس ورکړي چې د دوی کار نه یوازې له پوښتنو سره مخ کړي، بلکې خپلې ناکامي ته هم بهانې ولټوي.

هغه زیاتوي، ځینې نوماندان په ټاکنیزو کمېسیونونو کې کوچنۍ تېروتنې ته په تمه دي او غواړي په لوی لاس دا پروسه له درغلیو ډکه وښيي او لانجو ته مخه کړي.

عصمت‌الله ذکي وايي، ټاکنیزو کمېسیونونو ته په‌کار ده چې خپلې چارې له مهالوېش سره سمې پر مخ یوسي او نوماندانو ته دا چانس برار نه کړي چې د ټاکنو ملي پروسه چې د خلکو هیلې او د هېواد سرنوشت ورسره تړلی دی، لانجمنه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه وشوې او ټاکل شوې لومړنۍ پایله یې د همدې په میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ هغه یې هم د لړم میاشتې په ۱۶مه اعلان شي.

 

وکیلان ملامت دي؛ ولس اوس په هره لانجه کې د سرتېريو تر شا ولاړ وي

Oct 13, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ناقانونه وسلو او وسایطو د ټولولو کمپاین پیل کړی، څو له نامسووله وسله‌والو نه ناقانونه وسلې او موټر را ټول کړي.

د امارت بله نادوده؛ طالبانو په تخار کې لسګونه کورونه لوټلي

Oct 07, 2019 29

یو شمېر تخاریان وايي، طالبانو د دغه ولایت په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې دغې ډلې نیولې وې، له جګړې وروسته یې د عامو خلکو کورونه لوټلي او په خپله مخه تللي دي.

د اصحاب کهف په خوب ويده چارواکي؛ طالبانو پر لويو لارو د قتل او چور ګودامونه لګولي

Oct 05, 2019 29

که څه هم په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ناامني ډېره شوې او جګړې زور اخیستی، خو په میدان‌وردګ کې د جګړې لمن د ولایت مقام تر دروازو را رسېدلې ده. دغه ولایت چې د [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې