ماشومان
۱۶ میزان ۱۳۹۸ 161 0 نظر سرخط

ماشومان

ماشومان

سلامونه!

ملګرو نن مو درته یو شعر راوړی راځئ سره ویې لولو او خوند ترې واخلو.

***

ته د مور او پلار خدمت کړه

هله هله خپل همت کړه

 

ستا د مور هره خبره

ستا لپاره ملغلره

 

پلار خو سیوری ستا د سر دی

ستا لپاره لکه غر دی

 

ته د نن ورځې ماشوم يې

خو سبا ته به لوی نوم یې

 

سبق وایه ښه خواري کړه

په دې کار الله راضي کړه

 

ستا په لاس کې دي ګلونه

کتابونه کتابونه

 

پوهه نور پوهه رڼا ده

لویه کټه د سبا ده

 

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې