په نظامي ډګر کې د طالبانو وروستۍ ساندې
۱۶ میزان ۱۳۹۸ 57 0 نظر سرخط

په نظامي ډګر کې د طالبانو وروستۍ ساندې

 

په نظامي ډګر کې د طالبانو وروستۍ ساندې

 زلمی منلی

اتلس کاله جنګ که د خارجیانو لپاره د سر په دروند زیان نه دی تمام شوی، خو عام افغانان، دولتي ځواکونه او د طالبانو لوری يې ښه ډېر خوږ کړي دي. طالبانو په تېرو کلونو کې د ګرمۍ مهال سختې جګړې وکړې، د دولت نظامي دستګاه ته يې درانه زیانونه ورسول، ولسوالۍ يې نیولې، ولایتونه يې د سقوط له خطر سره مخ کول او افغان امنیتي دفاعي ځواکونه يې له شاتګ سره دفاع ته اړ کړي وو.

خو له هغه وروسته چې پر طالبانو باندې افغان ځانګړو ځواکونو د شپې بریدونه پيل کړي او کله يې هم د ورځي او د شپې ګډ له فضا ویشتلي؛ نو دې اقدام هغوی هم وارخطا کړي دي او په دې عملیاتو کې يې خورا زیات شمېر لوړپوړي کسان هم وژل شوي دي.

د اګسټ د میاشتې پر تلفاتو بي‌بي‌سي یو راپور جوړ کړی و چې په یوه میاشت کې د طالبانو زر کسان وژل شوي دي. دا په یوه میاشت کې ډېر لوی نقصان دی چې یوې جنګي ډلې ته رسېږي.

تر هغه وروسته چې له امریکا سره د طالبانو خبرې ناکامې شوې امریکایانو ته هم امر شوی و چې په نظامي ډګر کې طالبان وځپي؛ نو بریدونه څو چنده شول چې ورسره د طالبانو د سر زیان هم تر شمارلو ووت.

د کندهار او هلمند په اړه یوه عیني شاهد راته ویل چې که د طالبانو دوه کسان هم سره یو ځای شي؛ نو له هوا وار پرې کېږي او وژني يې. د هغه له قوله چې په هلمند کې ۱۷۰ کسان د سیمې په کچه د طالبانو مشران وژل شوي دي.

 

په شمال کې هم د طالبانو والیان، نظامي قومندانان، ولسوالان او د سرې قطعې مشران په نښه شول چې په تېرو وختونو کې داسې درانه تاوانونه دوی نه وو لیدلي. دا چې نظامي ځواک يې اوبه کېدونکی دی، له دې امله يې په تېرو ټاکنو کې د پام وړ کار و نه شو کړای.

که دولتي ځواکونه د طالبانو د ماليې ټولولو کسان ونیسي او بیا يې دې ته ایله نه کړي چې له ولسي تجارانو مالیه واخلي، د ولایتونو تر منځ د تګ لويې لارې يې بندي کړي، له پاکستانه د را اوښتونکو طالبانو د بندولو هڅه وشي؛ نو په دې ډول به هغوی تر نظامي، مالي او روحي فشار لاندي ونیول شي چې زور به يې نور هم اوبه شي.

زه چې څومره مالومات لرم، د طالبانو په ځپلو کې شپني عملیات او هوایي ګوزارونه خورا زیات موثر دي. دوی څو ځله ادعا کړې ده چې په دې بریدونو کې حکومتي ځواکونه عام خلک وژني، بیا يې پر ښارونو ځانمرګي را مرش کړي دي چې په دې بریدونو موږ د هغو بریدونو غچ اخلو، مګر دا ردعمل يې د دې سبب نه شو چې ځانګړي ځواکونه خپل بریدونه کم کړي یا دوی ته د سر پورته کولو موکه ور کړي.

طالبانو په خپلو بریدونو کې عام ولس په نښه کړ، ښارونه يې وسوځول، خو امنيتي ځواکونو د خپلو چټکو ګامونو په اوچتولو پر ښارونو د هغوی د بریدونو مخه تر یوه حده ونیوله چې اوس د پخوا په شان بریدونه نه‌شې کولای او په تېرو انتخاباتو کې د هغوی پلان شوي لوی بریدونه شنډېدل يې ښه ثبوت دی.

که طالبان سیاسي درایت ولري؛ نو تر هغه مخکې چې د حکمتیار په برخلیک اخته شي باید له حکومت سره جوړجاړی وکړي، که نن یو څه زور لري سبا يې دا هم نه پاتېږي، بالمقابل که حکومت نن څومره ارزښت ور کوي سبا يې نه ور کوي، د دې لپاره چې د نورو وینو مخه ونیول شي او هېواد نور تخریب نه شي، طالبان او حکومت باید له خپلو دریځونو را کته شي او د سولې لپاره دواړه رښتنې قرباني ور کړي چې هم ملت په ارام شي او هم د جنګ دواړه لوري.

 

دا جنګ نه د خارجیانو پر ضد دی نه د هغوی پر زیان، ځکه طالبانو د خبرو پر مهال ومنله چې له امریکا سره اوربند کوي، خو له افغان حکومت سره به جنګ، له دې دا ښه په زبات ورسېده چې د طالبانو جنګ د افغان دولت سره دی او وو، ټول زیان يې دولت ته رسېږي، هره ګړۍ ورسره مخ دولتي ځواکونه دي، د امید لپاره دلته یوازې یوه لار پاتې ده چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي او دا د کلونو لانجه په خبرو او سولهیز ډول حل کړي. په دې کې هم د طالبانو خیر دی او هم د افغان دولت.

د ملت پر کورونو که طالبانو ته نن ډوډۍ رسېږي؛ نو سبا هغوی هم ډوډۍ نهشې ور کولای، مخکې تر دې چې افغان امنيتي ځواکونه يې د نېستې له ګواښ سره مخ کړي او ملت يې مخ ته ناړې ور توف کړي، دوی باید خپل راتلونکی درک کړي او د جنګ په دوام زموږ ملت او حکومت له پرمختګه نور را ایسار نه کړي.

 

 

هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخيستل

Oct 14, 2019 29

ضمیر ساپی څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب ليده چې په ډېرې خوشالې د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. [...]

د جګړې خونړۍ بیه ملکي خلک پرې کوي

Oct 13, 2019 29

دويمه/وروستۍ برخه احمدشاه راشد په۲۰۱۹ مېلادي کال کې امنیتي وضعیت ته کتنه؛ د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، وسله‌والې جګړې ملکي وګړيو ته د پام وړ زیان اړول جاري ساتلي، د [...]

د جګړې خونړۍ بيه ملکي خلک پرې کوي

Oct 12, 2019 29

لومړۍ برخه احمدشاه راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ليکلي چې د امریکایي ځواکونو له لوري په فراه او نیمروز ولایتونو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې