نوماندان دې ټاکنې نه لانجمنوي
۱۶ میزان ۱۳۹۸ 79 0 نظر سرخط

نوماندان دې ټاکنې نه لانجمنوي

نوماندان دې ټاکنې نه لانجمنوي

له هغه وروسته چې د ولسمشري لپاره د تلې په شپږمه ټاکنې وشوې، یو شمېر نوماندانو له وخته او د ټاکنیزو کمېسیونونو له پرېکړې مخکې داسې مسایل مطرح کوي چې په لوی لاس د ټاکنو ملي پروسې لانجمنولو ته لار هواروي.

د ولسمشري ټاکنو د نوماندانو شورا پرون په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې تېرې شوې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري او په ‌کار ده چې پر درېیمې لارې یې غور وشي.

دوی که څه هم د درېیمې لارې په اړه وضاحت ور نه کړ، خو ټینګار یې وکړ چې په ټاکنو کې درغلي شوې او په حکومت کې دوو واکمنو ټیمونو له خپلو واکونو د ټاکنو په ګټه کار اخیستی دی.

په همدې حال کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې بیا اعلان وکړ چې د ولسمشري ټاکنو ګټونکی مالوم دی او کمېسیونونه یې باید ژر تر ژره پایلې اعلان کړي. دغې ډلې د ټاکنو کمېسیون پر دارالنشا هم تور پورې کړ چې د رایو شمېرنې پر مهال روڼتیا په پام کې نه نیسي. خو ټاکنیزو کمېسیونونو تر دې مخکې له نوماندانو غوښتي وو چې له وخته مخکې د خپلې بریا اعلان و نه کړي او دوی ته دې وخت ورکړل شي، څو په بشپړې روڼتیا سره د خلکو رایې وشمېري او پایلې یې اعلان کړي.

د ولسمشري د ځینو نوماندانو، په تېره د ثبات او همپالنې ټیم له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی یو ځل بیا غواړي د ۲۰۱۴ کال ټاکنو ترخه تجربه تکرار شي. دغه ټیم هڅه کوي چې خپله ډله بریالۍ وښيي او مخکې له مخکې پر ټاکنیزو کمېسیونونو تورونه پورې کړي.

دغه ډلې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو پر مهال هم ورته کار کړی و او بیا هماغه و چې د رایو له بیا بیا شمېرلو سره سره د ملي یووالي حکومت جوړ شو او زیان یې یوازې افغانانو او هېواد ته ورسېد.

خو نوماندان حق نه لري چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې لاسوهنه وکړي یا هم له وخته مخکې د خپلې بریا اعلان وکړي.

دوی چې د دواړو کمېسیونونو کميشنران او د دارالنشا رییسان د رایو له مخې خپله ټاکلي، باید هغوی ته اجازه ورکړي چې د خلکو کارول شوې رایې یوه یوه وشمېري او پایلې هم له افغانانو سره شریکې کړي.

نوماندان که غواړي روڼتیا تضمین شي او دوی یې په اړه ډاډ تر لاسه کړي، باید خپل څارونکي کمېسیون ته ور ولېږي، څو د رایو شمېرنې له ټولې پروسې پوره څارنه وکړي او دا کار یې عملاً کړی او هره ورځ لسګونه کورني او بهرني څارونکي د ټاکنو کمېسیونو کارونه له نږدې څاري.

د ټاکنو ملي پروسې لانجمنول نه د هېواد په ګټه ده او نه هم د نوماندانو؛ نو ښه به دا وي چې د ولسمشري نوماندان له وخته مخکې دا پروسه زیانمنه نه کړي او ټاکنیزو کمېسیونونو ته وخت ورکړي چې خپل کارونه ارام وکړي.

نوماندان باید د افغانانو ارادې او رایو ته هم درنښت وکړي او هر څوک یې چې د هېواد د زعامت لپاره ټاکلی وي، نور یې باید په اړه د کمېسیونونو د پرېکړې هرکلی وکړي، خو که نوماندان د کمېسیونونو پرېکړو او د خلکو ارادې ته د درنښت پر ځای، پر هغوی ملنډې وهي او په لوی لاس دا ملي پروسه د کړکېچ خوا ته بیايي، له کبله یې چې هر څه پېښ شول، مسوولیت به یې د همدوی پر غاړه وي.

د ولسمشري نوماندانو چې ځانونه د هېواد د زعامت لپاره نومولي وو او هر یوه غوښتل چې خلک یې په خپلو رایو واک ته ورسوي، اوس باید دا ظرفیت هم ولري چې د هغوی ارادې ته درنښت وکړي او ټاکنیز کمېسیونونه پرېږدي چې د دوی لپاره کارول شوې رایې په دقت وشمېري او پایله یې اعلان کړي.

 

 

 

مسوولان دې د ترور مخه ونیسي

Oct 14, 2019 29

که څه هم په هېواد کې د روانې جګړې له پیل سره هم‌مهاله د وسله‌والو نښتو، بریدونو او چاودنو تر څنګ، د حکومتي، په تېره بیا امنیتي ادارو د کارکوونکیو، دیني عالمانو، کادرونو، قومي [...]

کمېسیون دې د خلکو رایې وساتي

Oct 12, 2019 29

که څه هم په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د خلکو ګډون د تېرو ټاکنو په پرتله کم‌رنګی و، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پروسه تر ډېره ښه مدیریت کړه او د مخکېنیو ټاکنیزو پروسو په پرتله دا [...]

توپکیان د هېواد پر بهرني سیاست ملنډې وهي

Oct 06, 2019 29

که څه هم افغانستان هيڅکله یو روښانه، پر ملي ګټو ولاړ او واحد بهرنی سیاست نه ‌دی لرلی او د دغه سیاست پلې کوونکې اداره چې د بهرنیو چارو وزارت دی، له تېرو شاوخوا اتلس کلونو راهیسې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې