رابرټ  نيرو په څه غم اخته دی؟
۱۵ میزان ۱۳۹۸ 292 0 نظر سرخط

رابرټ نيرو په څه غم اخته دی؟

رابرټ  نيرو په څه غم اخته دی؟

د هالیووډ یا انګلیسي سېنما وتلی فلمي ستوری او د اسکار جایزې ګټونکی رابرټ ډي نیرو په دې ورځو کې په بل غم اوښتی دی.

د هغه پخوانۍ مرستیالې ګراهم چیز پر هغه د جنسي تور پورې کړې او په محکمه کې یې د عدالت تر لاسه کولو په موخه ترې د ۱۲ ميلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

ګراهم چیز رانسن تور پورې کړی چې رابرټ ډي نیرو څو کاله وړاندې پر هغه د جنسي امتیاز اخيستلو په موخه کارولې او پر ټيليفون یې ورته بد الفاظ کارولي دي.

دې پخوانۍ مرستیالې پر ۷۶ کلن نیرو تور پورې کړی چې یو وخت یې ورته شراب ورکړي وو او بیا ترې ناسمه استفاده کړې ده او په همدې خاطر د عدالت غوښتنه کوي، خو د رابرټ مدافع وکیل د ګراهم تورونه بې‌بنیاده بللي.

دا په داسې حال کې ده چې ګراهم د هالیووډ سېنما له وتلي اداکار رابرټ ډي نیرو سره په یوې کمپنۍ کې په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې کار پیل کړ او په لږ موده کې یې مرستیالې ته ځان ورساوه، خو اوس د دواړو اړیکې خرابې شوې او پر هغه یې دا ډول تورونه لګولي دي.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې