د امارت بله نادوده؛ طالبانو په تخار کې لسګونه کورونه لوټلي
۱۵ میزان ۱۳۹۸ 127 0 نظر سرخط

د امارت بله نادوده؛ طالبانو په تخار کې لسګونه کورونه لوټلي

د امارت بله نادوده؛

طالبانو په تخار کې لسګونه کورونه لوټلي

یو شمېر تخاریان وايي، طالبانو د دغه ولایت په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې دغې ډلې نیولې وې، له جګړې وروسته یې د عامو خلکو کورونه لوټلي او په خپله مخه تللي دي.

د تخار د خواجه‌غار ولسوالي اوسېدونکیو ویلي چې طالبانو د دې ولسوالي په ځینو سیمو کې د خپل حاکمیت پر مهال د عامو خلکو کورونو ته ورغلي او د هغوی ټول شته یې لوټلي دي.

دوی وايي، له هغه وروسته چې طالبانو د دغې ولسوالي پر مرکز برید وکړ، د ولسوالي د مرکز شاوخوا ټولو سیمو اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو او تېښتې ته اړ شول او د تخار مرکز تالقانو ښار ته لاړل.

د خواجه‌غار د اوسېدونکیو په وینا، خپل ټول شته او د ژوند وسایل یې په کورونو کې پرېيښي وو او دوی د ځان خوندیتوب لپاره یوازې خپله له خپلو کورونو وتلي وو.

دوی وايي، کله چې امنیتي ځواکونو طالبان له دغې ولسوالي وايستل او دوی یې په ملتیا بېرته خپلو کورونو ته ستانه شول، ګوري چې طالبانو یې هر څه لوټلي دي.

د خواجه‌غار یو اوسېدونکی حاجي صدیق وايي، طالبانو نه یوازې پر خواجه‌غار ولسوالي تر برید وروسته، د دغې ولسوالي په مرکز کې عامه او ملي بنسټونو ته زیان اړولی، بلکې د عامو وګړیو شته، د کور او د ژوند نور وسایل یې لوټلي او په خپله مخه تللي دي.

د ده په وینا، طالبانو په دغه ولسوالي کې نه د حکومتي چارواکیو پر شخصي مال او کورونو، نه پر دولتي ودانیو او نه هم د ملکیانو پر وسایلو صرفه کړې او څومره یې چې تر وسې پوره وو، له ځانه سره یې وړي دي.

صدیق زیاتوي، طالبانو په دغه ولسوالي کې ډېری دولتي ادارو ته هم اور اچولی او دا ملي او عامه بنسټونه یې پر تورو ايرو بدل کړي دي.

د تخار یو بل اوسېدونکی رحم الدین سرخط ته وویل، د دغه ولایت هغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې دي، پر اوسېدونکیو یې خپل راج چلوي او څه یې چې زړه وغواړي، په زور یې پرې کوي.

هغه وايي، دغې ډلې ته نه د عامو خلکو شتمني او کورونه مهم دي او نه هم عامه او ملي بنسټونه، بلکې د خپلو موخو او ګټو لپاره یې چې هر څه له وسې پوره وي، پر عامو خلکو یې عملي کوي.

بل ‌خوا په تخار کې ځینو حکومتي سرچینو سرخط ته ویلي، د خواجه‌غار ولسوالي د ځینو سیمه‌ییزو چارواکیو د ناکارې او بې‌غورې له کبله د طالبانو لاس ته ورغله او له امله یې نه یوازې دولت، بلکې عامو خلکو ته هم ډېر زیانونه واوښتل.

د سرچینې په وینا، په خواجه‌غار کې مېشتو امنیتي ځواکونو او سیمه‌یزو پولیسو ته د تجهیزاتو او ان خوراکي توکیو نه رسېدل د دې لامل شول چې پر شا تګ وکړي او ولسوالي وسله‌والو طالبانو ته پرېږدي.

سرچینه زیاتوي، که پر وخت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لازم تجهیزات او امکانات رسېدلي وای، طالبانو نه‌ شوای کولای دغه ولسوالي په خپله ولکه کې ونیسي، دولتي او عامه بنسټونه وسوځوي، عام خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي او بیا یې کورونه ولوټي.

خو د خواجه‌غار ولسوال ملا عمر وايي، سره له دې چې امنیتي ځواکونو ډېرې هڅې وکړې، خو و نه توانېدل چې د دې ولسوالي پر مرکز د طالبانو د برید مخه ونیسي.

وسله‌وال طالبان نه یوازې په تخار کې د عامو خلکو کورونه او مالونه لوټلي، بلکې دا ډله تل په هغو سیمو کې چې واک لري، پر خلکو ځانګړي قوانین وضع کوي، د عشر او زکات په نوم ترې باج اخلي، کورونو ته یې ورځي او په زوره پرې د ځان او ډلې لپاره ډوډۍ تیاروي او لویو لارو ته راوځي، پاټک اچوي، خلک لوټي او ان ځاني زیان هم ورته رسوي.

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال یاسین ضیا چې پر تخار ولایت د طالبانو د برید پر شا تمبولو او د دغه ولایت د خلکو ژغورلو لپاره یاد ولایت ته تللی او عملاً د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو رهبري پر غاړه لري وايي، په تخار کې پیل کړيو عملیاتو ته به تر هغې دوام ورکړي چې د کوکچې شاوخوا ټولې ولسوالۍ یې له ترهګرو نه وي پاکې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو څو ورځې وړاندې په میدان وردګ ولایت کې پر لویو لارو پاټکونه جوړ کړي وو او نه یوازې پر عامو خلکو یې د تګ‌ راتګ لارې بندې کړې وې، بلکې عام خلک یې هم له موټرو را کوزول او لوټل.

وکیلان ملامت دي؛ ولس اوس په هره لانجه کې د سرتېريو تر شا ولاړ وي

Oct 13, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ناقانونه وسلو او وسایطو د ټولولو کمپاین پیل کړی، څو له نامسووله وسله‌والو نه ناقانونه وسلې او موټر را ټول کړي.

د کمېسیون ټنبلي؛ د ټاکنو پايلې که پر خپل وخت اعلان نه کړي لانجمني به شي

Oct 09, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کميشنر مولانامحمد عبدالله وايي، د دغه کمېسیون د مالوماتو مرکز ته د بایومټریک دستګاوو د مالوماتو د ورو بهیر له کبله ښايي د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې [...]

د اصحاب کهف په خوب ويده چارواکي؛ طالبانو پر لويو لارو د قتل او چور ګودامونه لګولي

Oct 05, 2019 29

که څه هم په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ناامني ډېره شوې او جګړې زور اخیستی، خو په میدان‌وردګ کې د جګړې لمن د ولایت مقام تر دروازو را رسېدلې ده. دغه ولایت چې د [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې