دارو
۱۴ میزان ۱۳۹۸ 200 0 نظر سرخط

دارو

دارو

سلامونه یارانو!

 تاسې داسې ملګري لرئ چې دوا نه خوري؟ یا  کله چې ناروغ شئ له دوا خو به نه ډارېږئ، خو که دوا و نه خورئ تاسې به هم د ليلا په څېر له هرې خوشالې پاته شئ، راځئ په دې کیسه کې به نن ولولو چې لیلا دارو نه خوړل؛ نو روسته څنګه شوه، خو هېر مو نه شې دا کیسه نجیبې لېمې لیکلې.

*** 

د یاسمینې او لیلا د ماما واده ته دوې ورځې پاتې وې.

په کور کې ټولو د  واده خبرې کولې چې څوک به راځي؟ څنګه به وي؟ خو د لیلا او یاسمینې پام د واده په کارونو کې نه و، دوی به هره ورځ دا خبرې کولې چې څه به اغوندي؟

مور یې ورته ویلي وو چې داړو ته زرغونه کالي جوړوم او ترور یې بیا بنګړي او سره ټیکري ورته اخیستي وو.

واده ته یوه ورځ پاته وه. یاسمینه او لیلا سهار لا کوڅې ته وتلې وې او له همزولو سره یې خبرې کولې، یاسمینې ویل، زما جامې خو تیارې شوې او لیلا به ویل زما جامې به تر ماښامه تیارې شي...

دوی ټوله غرمه په کوڅه کې تېره کړه، مور یې څو ځله ور غږ کړ چې ګرمې ده ناروغې به شئ!

خو دوی د مور خبرو ته غوږ و نه نیوئ، کله چې ورځ تېره شوه او ماښام شو ، د دواړو په سر درد و او ډوډۍ هم نه خوړه، مور یې په ناروغۍ ډېره خپه شوه.

د لیلا او یاسمینې نیکه وویل، نجونې ګرمې وهلې دارو ورته راوړئ، مور یې ولاړه او دارو یې راوړل، یاسمینې دارو وخوړل، خو لیلا نارې او چیغې وهلې ویل یې چې زه دارو نه خورم دا ترخه دي.

مور، پلار او ټولو هغې ته وویل چې دا دارو وخوري روغه به شې، خو هغې چې ګولۍ په خوله کې واچولې، د دوی ورته پام نه شو لیلا ټولې ګولۍ تو کړې.

سبا سهار د دوی د ماما د واده ورځ وه یاسمینې چې دوا خوړلې وه جوړه او روغه وه، خو د لیلا اوس هم په سر درد و.

یاسمینې خپلې زرغونې جامې واغوستې، بنګړي یې په لاس کړل، سترګې یې تورې کړې، او  سور ټيکری یې په سر کړ، خو د لیلا هیڅ شی له لاسه نه کېده او اوس یې نو مور ته ور غږ کړ چې ادې دارو راوړه.

لیلا ورو ورو ښه شوه خو د واده په خوشالۍ هیڅ پوه نه شوه. نورو نجونو اتڼونه کول او لیلا د خپلې انا تر څنګ غلې ناسته وه او انا یې ورته ویل، که دي دارو خوړلې وای اوس به ته هم روغه جوړه وې او دې هم ویل که څوک ناروغه شي هغه دي دارو وخوري کنه بیا نه جوړېږي. 

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې