تر ټولو کوچينی خدايي خدمتګار
۱۴ میزان ۱۳۹۸ 62 0 نظر سرخط

تر ټولو کوچينی خدايي خدمتګار

تر ټولو کوچينی خدايي خدمتګار

په نړۍ کې د خدايي خدمتګارانو د خیریه کارونو په اړه خو به مو ډېر اورېدلي وي، خو نن درته د داسې یوه ماشوم رښتینې کیسه کوو چې د ډېرو کسانو زړونه لاسته راوړي.

د کايیلر نپر په نوم ۱۴ کلن زلمی چې د امریکا له کولوراډو ایالت څخه دی، رضاکارانه هغه زاړه بوټان چې روغ وي، جمع کوي او غریبو خلکو ته یې ورکوي، خو تر دې شاته یوه کیسه هم شته.

په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې چې کله هغه یوازې ۱۱ کلن وو او په شپږم ټولګي کې یې زده‌کړې کولې، یوه ورځ په تېروتنې سره ښوونځي ته زړو بوټاکو کې تللی وو.

ښوونځي ته له ورتګ وړاندې پر لاره له یو شمېر بدمعاشانو سره مامخ شوی وو، لومړی یې پرې ډېرې ټوکې کړې وې، خو وروسته یې ډېر سخت وهلی چې سږو ته یې هم زیان رسېدلی و.

کايیلر د ډېرو ټپلونو له کبله یوه میاشت په روغتون کې پروت، په ډېرې سختۍ سره یې ټپونه روغ شول، خو په داسې اختلال اخته شو چې خلاصون ورته ډېر ستونزمن کار وو.

که څه هم پر کايیلر برید کوونکي ونیول شول او په خپله سزا ورسېدل، خو له ښوونځي د کايیلر زړه تور شو او د دې پر ځای یې خدایي خدمتګاري ته ملا وتړله.

هغه اوس د «کايیلر کک» په نوم د زړو بوټانو د جمع کولو یو ځای جوړ کړی او هغه خلکو ته چې د نویو بوټانو د پېرلو توان نه ‌لري، وړیا ورکوي، څو د کمتري احساس و نه‌ کړي او د دې تر څنګ کايیلر ته یو شمېر د بوټاکنو جوړولو کمپنۍ او خیریه ټولنې د مرستې په نغدې پیسې هم ورکوي، څو بې‌وزلو ته پرې بوټان وپېري.

د کريتي او ورون دهون جنجال

Oct 14, 2019 29

د هندي سېنما د وتلیو ستوریو تر منځ ډېر وخت جنجالونه راپورته کېږي، خو د دوی تر منځ عادي خبرې هم د ډېرو خلکو په خولو کې وي.

خدای مو له دې ماهي ساته

Oct 14, 2019 29

د امریکا په جورجیا ایالت کې د چاپېریال ساتنې ادارې اعلان کړی دی چې په هلته په ځنګل کې کب ته ورته مار پیدا شوی چې په وچه کې ګرځي او ډېر زیاته خطرناک بلل شوی دی.

د سونم کپور مشوره

Oct 13, 2019 29

د بالیووډ سېنما مشهوره فلمي ستورې سونم کپور چې په دې وروستیو کې په فلمونو کې ډېره زیاته بوخته ده وايي، هنرمندان باید یوازې په فلمونو کې خپل ژوند تېر نه ‌کړي. هغې له رسنیو سره [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې