زمبابوې سنګاپور ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه
۱۴ میزان ۱۳۹۸ 142 0 نظر سرخط

زمبابوې سنګاپور ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

زمبابوې سنګاپور ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د زمبابوې او سنګاپور لوبډلو ترمنځ دا لوبه د سنګاپور په کوربه‌توب وشوه. د دې سیالي ټاس سنګاپور لوبډلې وګاټه او لومړی یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

 د سنګاپور، نیپال او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د درې‌اړخیزو شل‌ اوریزو سیالیو په لړ کې زمبابوې له سنګاپور نه د تېرې ماتې بدل واخیست .

په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه سنګاپور لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړیو په زیان سره د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ، خو په مقابل کې د زمبابوې لوبډلې یاد هدف په اتلسم اور کې پوره کړ.

د سیالي غوره لوبغاړی پیټر مور وټاکل شو.

په دغو سیالیو کي سنګاپور توانېدلی و چي د زمبابوې لوبډلې ته په څلور منډو ماتې ورکړي.

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې