سیاسي شیطاني قوتونه او ټاکنې
۱۴ میزان ۱۳۹۸ 158 0 نظر سرخط

سیاسي شیطاني قوتونه او ټاکنې

سیاسي شیطاني قوتونه او ټاکنې

خوشال خليل

د ټاکنو د مخنیوي لپاره ټولو سیاسي شیطاني قوتونو لاسونه یو کړل چې و نهشي، خو ټاکنې د دوی له توقع خلاف د افغانستان له شرایطو سره په بې‌سارې توګه ښې وشوې.

مطلب هغه نیمګړتیاوې چې په تېرو ټاکنو کې وې یا هغه احتمالي منفي سناریوګانې چې د وقوع امکان یې و، او ټاکنې یې بې اعتباره کولای شوای عملي نهشوې؛ نو سیاسي شیطاني قوتونه سخت مایوسه شول، ځکه د موقت حکومت سناریو یې خنثا شوه، د ټاکنو د ځنډ کېسه چا ورسره و نه منله، ولس د طالبانو له ګواښه و نه ډار شو او هم منفي تبلیغاتو پرې تاثر و نه کړ او په مېړانه راوت او رایه یې وکاروله.

مثلاً، د ټاکنو مرکزونه لکه د پارلماني انتخاباتو په څېر تر یولسو بجو بند پاتې نه شول په خپل وخت پرانیستل شول، د دې امکان لیدل کېده چې بایمیټریک ماشینونه تر نوي سلنه پورې کار پرېږدي،  مګر برعکس نوي سلنه ماشینونه فعاله و، په لویو ښارونو کې طالبانو ونه شوای کولای لوړ پوړو ودانیو ته انتحاریان وخېژوي چې لس ساعته مقاومت وکړي یا لویو ښارونو کې لویې چاودنې وکړې چې خلک له رایو ایسار شي، د تقلب ویډیوګانې چې پارلماني او د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې راووتلې، تر دې مهاله مجازي فضا له یو څو ویډیوګانو پرته په هغه پېمانه د تقلب ویډیوګانې را و نه وتلې.

اوس نو ویلای شو چې دا ټاکنې د پخوانیو په پرتله په لسګونو ځله ښې شوې. د کمېسیونونو مشران همدغه کاندیدانو ټاکلي ښه دې که بد د همدوی انتخاب و، چې د پخوانیو کمېشنرانو په نسبت یې تر دې مهاله ښه وړتیا ښودلې.

اوس چې د سیاسی شیطاني قوتونو ټول پلانونه خنثا شول، د مشروعیت پوښتنه یې راپورته کړه او د پاکستاني مطبوعاتو په تقلید لګیا دي تبلیغات کوي چې ولس ټاکنې بایکاټ کړې او دا د مشروعیت او عدم مشروعیت داستان به تر هغو غږوي چې دا هر څه مو له پامه بد کړي، خو موږ دوی ته ځواب لرو.

اول، دا چې مشروعیت یو نسبي مفهوم دی له شرایطو پورې تړلی دی، موږ د افغانستان ټاکنې د اروپايي هېوادونو سره نه شو پرتله کولای دا به د خپل هېواد او ګاونډیانو سره پرتله کوو. دونیم میلیونو خلکو په کې برخه واخیسته او راتلونکی ولسمشر به د یو نیم میلیون انسانانو په رایه راځي د داسې خلکو په رایه چې خپل ژوند یې خطر کې اچولی او د رایو تر مرکزه راغلي دي. دا به د جهادي تنظیمونو د اهل حل و عقد فارمټ سره پرتله کوو چې دوه سوه جنګي قوماندانان کابل کې راټول شول او استاد رباني یې مشر وټاکه. دا به د پنځه سوه ملایانو د جرګې سره پرتله کوې چې په کندهار کې راټول شول، اکثریت د یوې سیمې، یوې ژبې او یو مسلک خلک او د ټولې نړۍ لپاره یې امیرالمومنین وټاکه، دا به د قطر له غونډې سره پرتله کوې چې دوه سوه تنه راټولېدل او د ټولو افغانانو برخلیک یې ټاکه، دا به د مسکو له غونډې سره پرتله کوې چې سل نفره منفور سیاستوال ورغلل او دلته یې نوی مشرتابه ټاکه، خو که له غربي هېوادونو سره یې پرتله کوې، بیا هم غلطه ده، بریټانیا کې چې امنیت دی، خلک برقي رایه کاروي بیا هم په ټاکنو کې د ټولو رایه ورکوونکو پنځه ویشت سلنه رایه‌ګیري کې برخه اخلي، دلته خو لږ تر لږه یو نیم میلیون خلکو په دغه مېکانیزم یو کس وټاکه، تاسې بل کوم مېکانیزم لرئ چې تر دې ډېر خلک دې د هېواد زعامت وټاکي؟ نو د دغه ټاکنو په پایله کې را منځ ته شوی زعامت به تر ټولو مشروع زعامت وي.

چا چې په ټاکنو کې برخه اخیستې او قرباني یې ورکړې ده، که هر چاته یې رایه ورکړي وي باید متوجه اوسې چې سیاسي شیطانان که بهرني دي او که داخلي، غواړي فضا متشنجه او بې‌باوره کړي، اول، په ټاکنو کې د تقلب بحث را پورته کوي، بیا په ټکنالوجې ولس بې‌باوره کوي، که په دې کې ناکام شول، د ټاکنو د عدم مشروعیت بحث راپورته کوي، که په دې کې هم ناکام شول، بیا د اسلام اباد او طالبانو تر منځ د هوکړې او موقت حکومت بحث راپورته کوي او په نهایت کې غواړی ولسمشر غني پرې نږدي چې یو لاس او یو موټی حکومت جوړ نه کړي او لکه د پخوا په څېر په ټولو افغانانو شریک حکومت ومني.

د دغه شیطاني قوتونو په مقابل کې ستاسو درېدل او له خپلو رایو دفاع د دوی دسیسې شنډولای شي، د دغه شیطاني قوتونو مخه هیڅوک نهشي نیولای ځکه شیطاني قوتونه هر څه لري یوازې ولسي زور نه لري او ولس باید د خپل انتخاب تر شا تر اخره ودرېږي او حوصله یې زیاته کړي تر څو داسې حکومت جوړ کړي چې تاسو یې هیله لرله، که په دغه موده کې د منفي تبلیغاتو تر اثر لاندې راغلئ، یا د ټامي او غیر ټامي، مجاهد او سکولر، خلقي او پرچمي، شمال او جنوب، تر نامه لاندې بحثونو کې مصروف شوی. دا ګټلې لوبه بایلي او که چېرې د ټاکنو د ورځې په څير د حکومت تر اعلان پورې په خپل دریځ ودریدئ او د تبلیغاتو تر اثر لاندې رانغلئ شیطاني قوتونه مات دي او بریا مو وار له مخې مبارک شه. کله مو چې بری ونمانځه بیا حق لرو چې خپلو کې لانجې او بحثونه وکړو تر هغو باید بېروني شیطانانو ته یو لاس اوسو.

 

هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخيستل

Oct 14, 2019 29

ضمیر ساپی څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب ليده چې په ډېرې خوشالې د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. [...]

د جګړې خونړۍ بیه ملکي خلک پرې کوي

Oct 13, 2019 29

دويمه/وروستۍ برخه احمدشاه راشد په۲۰۱۹ مېلادي کال کې امنیتي وضعیت ته کتنه؛ د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، وسله‌والې جګړې ملکي وګړيو ته د پام وړ زیان اړول جاري ساتلي، د [...]

د جګړې خونړۍ بيه ملکي خلک پرې کوي

Oct 12, 2019 29

لومړۍ برخه احمدشاه راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ليکلي چې د امریکایي ځواکونو له لوري په فراه او نیمروز ولایتونو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې