انډي مولز د کرېکټ ډایرېکټر وټاکل شو
۱۳ میزان ۱۳۹۸ 144 0 نظر سرخط

انډي مولز د کرېکټ ډایرېکټر وټاکل شو

انډي مولز د کرېکټ ډایرېکټر وټاکل شو

کرېکټ بورډ وايي، د غوراوي کمېټې پخوانی غړی انډي مولز د دې کمېټې د مشر او کرېکټ ډایریکټر په توګه پر دنده وګومارل شو.

له کرېکټ بورډ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، نوموړی چې تر دې وړاندې د بنګله‌دېش لپاره د افغان لوبډلې د سرپرست مشر رزونکي مسوولیت هم پر غاړه درلود، د کرېکټ په ډګر کې شاوخوا ۲۵ کاله تجربه لري.

سرچینه زیاتوي، مولز level 4 coach هم دی او اوس د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د ملي، ایمرجنګ، الف او له ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلو د غوراوي کمېټې د مشر او کرېکټ ډایریکټر په توګه وګومارل شو.

انډي مولز داسې مهال پر دې دنده ګومارل کېږي چې ټاکل شوې روانه اوونۍ د شپږو لوبډلو تر منځ د شپږیزې کرېکټ سیالي هم پیل شي.

د بنګله‌دېش لوبډله د شل اوریزو سیالیو لپاره هم پاکستان ته نه شي تللی

Dec 29, 2019 29

د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د امنیتي ګواښونو له امله له پاکستان سره شل اوریزو سیالیو ته د شک په سترګه ګوري.

ویرنون پلينډر له نړیوال کرېکټ نه استعفا وکړه

Dec 25, 2019 29

د سوېلي افریقا الرونډر ویرنون پلينډر د نړیوال کرېکټ له هر فارمټ نه خپله استعفا اعلان کړه.

د نبي په لرې کېدو رنګپور رنجرز لومړۍ بریا خپله کړه

Dec 23, 2019 29

رانګپور رنجرز لوبډلې د بنګله‌دېش د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په بهیر کې داسې مهال څلور لوبې سر پر سر بایلودې چې محمدنبي یې لوبډلمشري کوله.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې