د اصحاب کهف په خوب ويده چارواکي؛ طالبانو پر لويو لارو د قتل او چور ګودامونه لګولي
۱۳ میزان ۱۳۹۸ 175 0 نظر سرخط

د اصحاب کهف په خوب ويده چارواکي؛ طالبانو پر لويو لارو د قتل او چور ګودامونه لګولي

د اصحاب کهف په خوب ويده چارواکي؛

طالبانو پر لويو لارو د قتل او چور ګودامونه لګولي

 

که څه هم په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ناامني ډېره شوې او جګړې زور اخیستی، خو په میدان‌وردګ کې د جګړې لمن د ولایت مقام تر دروازو را رسېدلې ده.

دغه ولایت چې د پلازمېنې په شاوخوا دېرش کیلومټري کې پروت دی، د کابل لپاره یو مهم سټراټېژیک ګاونډی دی چې پکې روانې جګړې د کابل ښار پر امنیت هم مستقیم اغېز کړی او کوي یې.

سره له دې چې په هېواد کې د روانې شاوخوا یوې نیمې لسیزې جګړې له پیل سره سم ناامنه شوی او ځينې سیمې یې د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي، خو اوس پکې د جګړې لمن تر میدان‌ښار او د ولایت مقام تر دروازو رسېدلې، مګر مسوول چارواکي، په تېره والي او امنیه قوماندان یې یا ویده دي او یا هم پر مېلو او شخصي کارونو بوخت دي.

د چارواکیو ناکاري او بې‌غوري طالبانو ته دا چانس ورکړی چې نه یوازې د جګړې لمن پراخه کړي، بلکې په ډول ډول کارونو د میدان‌وردګ ولسونه په اور کې وسوځوي.

د میدان‌وردګ د ولایتي شورا منشي شریف‌الله هوتک وايي، اوس طالبان دغه ولایت پر ټولو لویو لارو، په تېره د میدان‌ښار ـ غزني، میدان‌ښار ـ بامیان او میدان‌ښار ـ نرخ ولسوالي پر لویو لارو واک لري او هر وخت چې وغواړي، دغو لارو ته راوځي، موټر دروي او څه یې چې خوښه وي، هماغه کوي.

د ده په وینا، د میدان‌وردګ ډېری اوسېدونکي پر کرنه او مالداري بوخت دي او اوس یې چې د حاصلاتو وخت را رسېدلی، طالبانو یې مرکز ته ورغلې لارې تړلې او په کلیو کې هم د عشر او زکات په نامه باج ترې ټولوي.

هوتک زیاتوي، په ځلونو یې د ولایت د ناامنیو او د خلکو ستونزو په اړه له والي، امنیه قوماندان او نورو مسوولو چارواکیو سره خبرې کړي، خو په وینا یې، نه یوازې په دې برخه کې یې اقدام نه دی کړی، بلکې خبره يې هم پوره نه ده اورېدلې.

طالبانو تېره اوونۍ د میدان‌وردګ د ولایت مقام په شاوخوا درې کیلومټري کې د میدان‌ښار ـ نرخ پر سړک کانټینر ايښی و او د دغه ولایت مرکز او کابل ته یې د نرخ ولسوالي د اوسېدونکیو لار تړلې وه او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

د مالوماتو له مخې، دغه کانټینر څو شپې او ورځې پر سړک ايښی و، خو د والي او امنیه قومانداني په ګډون، هيچا دا جرات و نه کړ چې له خپلو دفترونو یوازې درې کیلومټره وړاندې ورشي او د خلکو پر مخ لاره پرانيزي. دا لاره اوس د سیمې د مخورو په منځګړتوب طالبانو بېرته خلاصه کړې ده.

دغه راز طالبان څو ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لار په سیداباد سیمه کې سړک ته راووتل او د غزني د امنیه قومانداني ملکي مرستیال یې په نښه او شهید کړ.

د ځایي اوسېدونکیو په وینا، طالبان د میدان‌ښار ـ بامیان پر عمومي سړک هم پوره واک لري او وخت ناوخت راوځي، موټر دروي او پر دې لاره له تلونکیو مساپرو پوښتنې ګروېږنې کوي، وهي یې او ان په شهادت يې رسوي چې ښه بېلګه یې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رییس و چې څه موده مخکې یې جسد په جلرېز ولسوالي کې د سړک پر سر پیدا شو.

د راپورونو له مخې، طالبان د میدان‌وردګ په چک، جغتو او دایمیرداد ولسوالي کې هم واکمن دي او وخت نا وخت پر عامو خلکو لویې لارې تړي، له هغوی د عشر او زکات په نامه پیسې اخلي او بل هر فرمایش چې ولري، پر عامو وګړیو یې مني او پوره کوي.

 په همدې حال کې د میدان‌وردګ یو اوسېدونکی امان‌الله عزیزي هم د دغه ولایت د ناسم امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، که څه هم امنیتي او دفاعي ځواک کولای شي د وسله‌والو پر وړاندې جګړه وکړي او هغوی وځپي، خو په وینا یې، د ولایت او امنیه قومانداني د مسوولانو ناکاري او بې‌غوري لامل شوې چې جګړه تر میدان‌ښاره راورسېږي.

ښاغلی عزيزي د حکومت له مرکزي ادارې غواړي چې د دغه ولایت پر مسوولو چارواکیو بیا غور وکړي او حد اقل پر دې مقامونو داسې څوک وټاکي چې وکولای شي د میدان‌وردګ پېچلی امنیتي وضعیت قابو کړي.

خو د میدان‌وردګ د والي ویاند محب‌الله شریفزی که څه هم د طالبانو له لوري د لویو لارو بندول مني، خو وايي، د تېر په پرتله اوس د دغه ولایت امنیتي وضعیت تر ډېره ښه شوی، د امنیتي او دفاعي ځواک د سرتېريو مرګ‌ژوبله کمه شوې او طالبان هم سخت ځپل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د میدان‌وردګ ولایت شاوخوا یولک او څلوېښت زره اوسېدونکیو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې وه، خو په دغه ولایت کې د پراخو ناامنیو او د طالبانو د ګواښونو او وېرې یوازې شاوخوا شل زره کسان د رایې اچولو مرکزونو ته لاړل.

د دغو شمېرو شاوخوا اتیا سلنه خلک د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې چې هزاره توکم خلک پکې اوسېږي، د رایې ورکولو لپاره راوتلي وو او په پاتې ولسوالیو کې طالبانو خلک تګ راتګ ته نه پرېښودل.

وکیلان ملامت دي؛ ولس اوس په هره لانجه کې د سرتېريو تر شا ولاړ وي

Oct 13, 2019 29

کورنیو چارو وزارت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ناقانونه وسلو او وسایطو د ټولولو کمپاین پیل کړی، څو له نامسووله وسله‌والو نه ناقانونه وسلې او موټر را ټول کړي.

د کمېسیون ټنبلي؛ د ټاکنو پايلې که پر خپل وخت اعلان نه کړي لانجمني به شي

Oct 09, 2019 29

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو کميشنر مولانامحمد عبدالله وايي، د دغه کمېسیون د مالوماتو مرکز ته د بایومټریک دستګاوو د مالوماتو د ورو بهیر له کبله ښايي د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې [...]

د امارت بله نادوده؛ طالبانو په تخار کې لسګونه کورونه لوټلي

Oct 07, 2019 29

یو شمېر تخاریان وايي، طالبانو د دغه ولایت په هغو ولسوالیو او سیمو کې چې دغې ډلې نیولې وې، له جګړې وروسته یې د عامو خلکو کورونه لوټلي او په خپله مخه تللي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې