برېښنا
۱۰ میزان ۱۳۹۸ 227 0 نظر سرخط

برېښنا

برېښنا

سلامونه انډيوالانو!

په دې خو خبر یاست چې برېښنا ډېرې ګټې لري، خو داسې ماشومان مو ليدلي چې د برېښنا په سامانونو لوبې کوي؟ که تاسې داسې ملګري لرئ و یې پوهوئ چې برېښنا هومره خطر هم لري، خو تاسې پوهېږئ هغه خطرونه کوم دي؟

زه هم نه پوهېږم، خو راځئ په دې کیسه کې یې ولولو چې نجیبې لېمې توړۍ ليکلې ده.

***

د زمرک او بابي ټينګه ملګرتیا وه.

دوی به هره ورځ یو ځای لوبې کولې، خو لوبې به یې مازدیګر مهال وې او د شپې به وختي ویده کېدل دا ځکه چې برېښنا نه وه.

یوه شپه د دوی کوڅه داسې رڼا شوه لکه لمر چې راختلی وي.

د دوی کوڅې ته برېښنا راغلې وه، هغه چې برق یا بجلي هم ورته وایي، اوس نو دوی ژر نه ویدېدل او لوبې یې هم ډېرې شوې وې. د دوی د تېلو ډېوه چې پخوا به یې ټوله کوټه روښانه کړې وه اوس د یوې وړې شمې په څېر ښکارېده.

یوه ورځ زمرک چې  ډېر شوخ و، بابي ته یې وویل، بابیه! دا اوګرمې عجیب شی نه دی؟

زمرک غوښتل په اوګرمې لوبې وکړي، بابی چې هوښيار و، ورته و یې ویل؛

زما مور وایي چې برېښنايي شیانو ته لاس مه ور وړئ خطر لري، خو زمرک وویل ډارنه دا خو څوک خوري نه چې ترې ډارېږې، راځه لوبې پرې وکړو!

اخېر زمرک او بابي اوګرمې راواخیسته او و یې لګوله، خو د دې پر ځای چې اوګرمي په اوبو کې یې کېږدي په لاس کې یې ونیوله.

څو شېبې وروسته اوګرمي داسې سره شوه لکه اور، زمرک و غورځوله او مور ته یې ور غږ کړ، خو چې مور يې را رسېده، اوګرمي ټوله غالۍ سوې وه.

مور یې سخته ورته غوسه شوه او دوی ته یې وویل؛ برېښنا د لوبو لپاره نه ده، تر دې وروسته د برېښنا پر سامان لاس مه وهئ، ځکه د برېښنا جټکه انسان وژلای شي.

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې