ولسمشر: د سولې پروسې مالکیت له افغان ملت او دولت سره دی
۲۶ سنبله ۱۳۹۸ 177 0 نظر sarkhat.af

ولسمشر: د سولې پروسې مالکیت له افغان ملت او دولت سره دی

ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې پروسې مالکیت له افغانانو او دولت سره دی چې په وینا یې، د باعزته او تلپاتې سولې لپاره اوربند اساسي شرط دی.

هغه په ارګ کې د علماوو سراسري شورا مشرتابه او غړیو سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې، د علماوو متفقه فتوا، په اندونیزیا، مکه مکرمه او مدینه منوره کې د علماوو دریځ بې‌ساري او تاریخي اقدامات وو چې د سولې لپاره یې زمینه او شرایط برابر کړل.

ارګ د ولسمشر په حواله زیاته کړې، سوله د افغانان او دولت اساسي غوښتنه ده او ورته د رسېدو لپاره به ان د کلیو او ولسوالیو په کچه خپلې هلې ځلې منسجمې کړي.

ولسمشر غني زیاتوي، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه‌لیک زموږ لپاره تګلاره تعین کړې او موږ د هغه پرېکړه‌لیک د تطبیق لپاره دوامدارې هڅې او کوښښونه کوو.

د هېواد ولسمشر وویل، ټاکنې د ولسواکي د مهم اصل په توګه د واک د سوله‌ییز لېږد او د ولس د ارادې د تمثیل غوره لاره ده. ولسمشر په رڼو او سراسري ټاکنو کې د ولسونو او خلکو د هڅونې، انسجام او پراخ ګډون په برخه کې د علماوو رول مهم وباله.

محمداشرف غني زیاته کړه، د دارالافتا لپاره د بودیجې او نورو ترتیباتو ترڅنګ به د علماوو د سلا مشورو په پایله کې د دارالافتا او د حج، ارشاد او اوقافو وزارت عرفان معینیت ته وړ، صالح او باوري کسان په ګوته او ور وپېژندل شي.

 

علماوو شورا: د سولې لپاره اساسي شرط اوربند دی

Sep 17, 2019 29

د علماوو سراسري شورا غړیو له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال ویلي، سولې ته در سېدو لپاره اوربند اساسي شرط دی.

د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟

Sep 08, 2019 29

ضمیر ساپی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا په کمپ ډېوېډ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لېدنه لغوه کړې او د امریکا [...]

خلیلزاد: له طالبانو سره د لنډمهالي حکومت په اړه نه یوو غږېدلي

Aug 25, 2019 29

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو له سیاسي استازو سره یې د "انتقالي حکومت " د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې