علماوو شورا: د سولې لپاره اساسي شرط اوربند دی
۲۶ سنبله ۱۳۹۸ 175 0 نظر sarkhat.af

علماوو شورا: د سولې لپاره اساسي شرط اوربند دی

د علماوو سراسري شورا غړیو له ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال ویلي، سولې ته در سېدو لپاره اوربند اساسي شرط دی.

د دې شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین زیاته کړې، که د طالبانو غوښتنې او مسایل د خلکو د ارادې ممثل وي؛ نو له افغان دولت سره له مذاکراتو دې نه وېرېږي او له دولت سره دې مخامخ مذاکرات وکړي.

هغه په ورته وخت کې د سولې مذاکراتو د بریالي ترسره کېدو، د افغانستان د بقا او د هېواد د اساسي چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره د ټاکنو له لارې د زعیم ټاکل واجبي او ضروري امر وباله او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې په ولسمشریزو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د علماوو شورا غړي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا-طالبانو تر منځ د لسو میاشتو خبرې له کومې هوکړې پرته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ودرول شوې.

 

ولسمشر: د سولې پروسې مالکیت له افغان ملت او دولت سره دی

Sep 17, 2019 29

ولسمشر اشرف غني وايي، د سولې پروسې مالکیت له افغانانو او دولت سره دی چې په وینا یې، د باعزته او تلپاتې سولې لپاره اوربند اساسي شرط دی.

د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟

Sep 08, 2019 29

ضمیر ساپی د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا په کمپ ډېوېډ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لېدنه لغوه کړې او د امریکا [...]

خلیلزاد: له طالبانو سره د لنډمهالي حکومت په اړه نه یوو غږېدلي

Aug 25, 2019 29

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو له سیاسي استازو سره یې د "انتقالي حکومت " د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې