یو فلم او ميلیونونه ډالره ګټه
۲۶ سنبله ۱۳۹۸ 248 0 نظر سرخط

یو فلم او ميلیونونه ډالره ګټه

یو فلم او ميلیونونه ډالره ګټه

له سرخطه مو د بالیووډ فلمونو د زیاتو پیسو ګټلو په اړه درته ډېر مالومات در کړل، خو نن درته د یوه امریکايي یا هالیووډ فلم د ميلیونو ګټې په اړه درته هم کیسه کوو.

د «مېشن امپاسېبل فال اوټ» په نوم فلم چې د تېر کال جولای میاشتې په وروستیو کې پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې شو، تر دې مهاله یې کور دننه ۲۲۰٫۱۵ ميلیونه ډالره ګټه کړې ده.

دې فلم له کوره بهر ۵۷۰٫۹۵ ميلیونه ډالره ګټه کړې او ټولټال ګټه یې ۹۹۱٫۱۱ ميلیونو ډالرو ته رسېږي، خو پر دې فلم یوازې ۱۷۸ ميلیونه ډالره بوديجه مصرف شوې وه.

د دې فلم مرکزي لوبغاړي د هالیووډ وتلی ستوری ټام کروز، هینري کیویل، سیمون پیګ، انجیلا بیسټ او ویس بینټلي او د فلم لارښوونه یا ډایرېکټري یې چریسټوپر او پروډیوسري یې ډیوېډ الیسون کړې ده.

د فلم وخت ټول ۲ ساعته او ۲۷ دقیقې دی او کیسه یې تر ډېره د جاسوسې او استخباراتي مسایلو را څرخي، خو تر ډېره په کې جنګ او جګړې نه‌ ليدل کېږي.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې