په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا
۲۷ سنبله ۱۳۹۸ 198 0 نظر احمد فيصل عمران

په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا

په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا

ژباړه؛ محمد اغا ابراهیم خېل

موږ په داسې یو هېواد کې ژوند کوو چې کلونه، کلونه د جګړې ډګر پاتې شوی، وګړي یې ناهیلي، ځوانان کډوال شوي، ښوونځي او پوهنتونونه وران شوي، د سوداګري نظام نسکور شوی او ان تر دې چې له ټولنیز اړخه هم هېواد له بحران سره مخامخ دي.
وروسته له ۲۰۰۱م کال راهیسي د افغانستان په حکومتولي کې نوي تغییرات را منځ ته شول، افغانستان د یو مرکزي حکومت څښتن شو، اکثریته جګړه‌پاله ډلې یو چتر لاندې راغلې. د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې وازې شوې او ټول هېوادوال د هېواد مخکې تګ لپاره را وبلل شول.

له ننه ۱۵ کاله مخکې د افغانستان حکومت د هېواد بیا رغوونه خپل لومړیتوب ګڼله. په ټولنیزو، سوداګریزو او د لوړو زده‌کړو په برخه کې یې لومړني پروګرامونه او برنامې په لار واچولې چې په هغه وخت کې دغه برنامې د شته ستونزو د حل یوازېنۍ لار وه.
خو له کم و زیات یوې نیمې لسیزې وروسته اوس هم حکومت په ټولنیزه، سوداګریزه او د لوړو زده‌کړو برخو کې ځوانانو ته کار و نه کړ هماغه لومړنۍ اسانتیاوې چې دې ۱۵ کلونو موده کې وې پر خپل ځای پاتې او هیڅ کوم توپیر پکې و نه لیدل شو چې دا په اوسني وخت او زمان کې بسنه نه کوي او د ځوانانو غوښتنې نه‌شې پوره کولائ.
د دې مسالې د روښانه ولو لپاره کولای شو چې د لوړو زده‌کړو له نظامه یادونه وکړو چې د نړۍ له  بدلونونو سره سمون نه خوري او حتا د ګاونډویو هېوادنو له تحصیلی نظام سره په ټکر کې دی.

نو په دې اساس د هېواد ځوان نسل چې په نوې او عصري ټکنالوژي سمبال او له معاصرو علومو سره بلدتیا لري، دا تحصیلي نظام ورته د منلو وړ نه دی.

له دې ستونزو سره، سره کولای شو د ځوانانو بې‌کاري، د حکومت له خوا ځوانانو لپاره د یوې واضح برنامې نه شتون، د ځوانانو د سواد ټیټه کچه، د ځوانانو کورنۍ او ټولنیزې ستونزې او دې ته ورته په سلګونو نورې ستونزې شته چې د افغانستان ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي. دې ستونزو ته په کتو، زموږ تحلیل دا دی چې هر اړخیزې، معیاري او عصري لوړې زده‌کړې کولای شي د افغانستان د ځوانانو شته ستونزې اوارې کړي.

له همدې کبله موږ په ۲۰۱۷م کال کې د ځوانانو د ستونزو اوارولو په موخه د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر او ښاغلي نادر نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د ریيس په مرسته ښاغلي محمد اشرف غني د هېواد ولسمشر ته وړاندیز وکړ.
ښاغلي ولسمشر په ۲۰۱۷م کال کې د ځوانانو په ورځ زموږ له وړاندیزه تود هرکلی وکړ د رسنیو پر وړاندې یې د کابینې غړو ته  یادونه وکړه چې د دوی وړاندیز دې جدي ونیسي. د هغې ورځې په سبا ما له ولسمشرسره ولیدل، د ولسمشر دا تود هرکلی او مودبانه خبرې د یوه محصل په حیث ما ته هیله بښوونکې او باارزښته وې.

د لیدنې پر مهال ما د ځوانانو ټولې شته ستونزې د ولسمشر مخ ته وړاندې کړې او یو په یو مې ورته واضح کړې. یوه مساله چې ما پرې ډېر تاکید وکړ د کانکور د ازموینې تګلارې ته بدلون ورکول وو په ځانګړو رشتو چې د ولسمشر له خوا یې پخلی وشو او وعده يې وسپارله چې تر یوې اوونۍ د کانکور د تګلارې د بدلون وړاندیز په ځانګړو رشتو لاسلیک کوي، خو له بده مرغه د ده له وعدې پوره دوه کاله تېر شول او هیڅ کوم وړاندیز لاسلیک نه شو.


 

 

زموږ د وړاندیزونو حل څه دی؟

زموږ پاملرنه د ځوانانو په تعلیمي او تحصیلي ستونزو ده. د «سولې غږ» تر نامه لاندې سازمان او د افغانستان د ځوانانو په مرسته ۱۳ پاڼې وړاندیزونه د پوهنې او د هېواد په لوړو زده‌کړو کې د شته ستونزو هکله جوړ کړي. دغه وړاندیزونه او د حل‌لارې ۲ اساسي مادې او پنځه مرستندویه مادې لري، مطلب دا چې د پنځو مرستندویه مادو په عملي کولو د دې فضا برابرېږي چې دوه اساسي مادې عملي شي.

دوې اساسي مادې په لاندې ډول دي

۱؛ د پوهنې او لوړو زده کړو اوسنی نصاب د دې وخت او زمان ځواب نه‌شې ورکولای. زموږ مطالعه او پلټنې دا په ګوته کوي چې د هېواد اوسنی تعلیمي او تحصیلي نصاب د ۲۰۰۰م کال څخه مخکنیو منابعو باندې ولاړ دی، د دې تر څنګ ډېری منابع او ماخذ هیڅ پېژندل شوي اثار نه لري. د اوسني نصاب د تدریس ډول له هيڅ ډول خونده برخمن نه دی.

د حل‌لار

موږ وړاندیز کوو چې د هېواد تعلیمي نصاب دې کره کتنې ته وړاندې شي. وروسته له هغه په پوره ژورې مطالعه کوښښ وشي چې نوی تعلیمی نصاب پر نړیوالو منابعو استوار ګټه اخیستنې ته وړاندې شي. کوم مضمونونه چې د موضوع له اړخه یو بل سره ورته‌والی لري په یو ځانګړي مضمون بدل شي تر څو د مالوماتو له پاشلو مخنیوی وشي. دغه لار مرسته کوي تر څو د زده‌کوونکيو کاري او فکري انرژي په یوه نقطه را ټول کړي.


دغه امر په دغو مضمونونو کې د پیاده کولو وړ دی: وطندوستی، سپورت، فرهنګ او مدني تعلیمات

په تعلیمي نصاب کې د مهارت جوړوونې او ذهني پیاوړتیا مضمون اضافه شي تر څو د ښوونځیو د کتابونو تر څنګ د زده‌کوونکيو بدني پیاوړتیا کې هم مثبت رول ولوبوي.
له دې برنامو د بېلګې په ډول کولای شو چې مناظرې، کنفرانسونه، علمی سیالۍ، د موسیقي اضافه کول په تعلیمي نصاب کې او داسې نور..

اوږدمهاله وړاندیزونه

موږ وړاندیز کوو تر څو د هېواد تعلیمي نصاب وروسته له لسم ټولګي په ځانګړيو رشتو بدل شي. هر زده‌کوونکی دې په یوولسم ټولګي کې دوه ټاکنې ولري «ساینسي علوم او ټولنیز علوم» په دوو وروستیو کلونو کې به هر زده‌کوونکی د ټاکل شوې رشتې اساسات پر مخ وړي، وروسته له هغه به د زده‌کوونکي دوه کلنې نمرې او ټاکل شوي معیارونه د پوهنتونونو له لوري کره کتنې ته وړاندې کېږي هر زده‌کوونکی به د افغانستان پوهنتونونو ته غوښتنلیک لېږي او هر پوهنتون به د زده‌کوونکي د نوم‌لیکنې لپاره ځانګړی بورډ جوړوي، چې وروسته له کره کتنې به د زده‌کوونکيو په غوښتنلیک باندې د ټاکل شویو معیارونو په پوره کولو سره د پوهنتون استازي پرېکړه کوي.

دا د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې د پلي کېدو وړ دی. د دوه وروستیو کلونو د ځانګړو څانګو د جوړولو په هکله موږ وړاندیز کوو چې په هره ناحیه کې دې د ښوونځیو تعداد مالوم شي، وروسته له هغه دې بیا په دوه څانګو ووېشل شي چې یوې څانګه کې به په معمول ډول تر متوسطې پورې «۱تر۱۰م» زده‌کړې کېږي او بلې څانګې کې به له «۱۱څخه تر۱۲م» پورې ځانګړې رشتې تدریس کېږي چې د لوړو تعلیمي څانګو په نوم به نومول کېږي.

د مالي لګښتونو د مخنیوي وړاندیز

هر کال له هر زده‌کوونکي څخه د کانکور په ازموینه کې د شاملېدو لپاره ۴۰۰ افغانۍ فیس او او د کانکور فورم په پار اخیستل کېږي که د ۱۳۹۶هـ ش حساب شي د اوسط په ډول ۷۰ میلیونه و ۴۰۰ زره افغانۍ کېږي چې دا رقم هر کال په ډېرېدا دی. موږ وړاندیز کوو چې ټولنې ته په کتو سره اکثره ځوانان انټرنيټ او ټکنالوژي ته لاس رسی لري؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې د کانکور فورم دې د انټرنيټ له لارې انلاین وشي، تر څو هر زده کوونکی پرته له کوم اضافي لګښته فورم تر لاسته کړي د ښوونځي اداره یې تایید او مربوطه ادارې ته یې د انټرنيټ له لارې واستوي.

په دې ډول فورم کې تر ۳۰ افغانیو لګښت راځي.د مالي لګښت په موضوع کې د کانکور د اماده‌ګي کورسونه هم دولت کولای شي چې د هېواد اوسني مالي وضعیت ته په کتو د کورسونو لګښتونه هم ځانګړي کړي.

پنځه مرستندویه موضوعات لکه د ښوونې د نصاب جوړولو پیاوړتیا، په ښوونه کې د تاوتریخوالي پاي، په لوړو زده‌کړو او خصوصي پوهنتونو کې د کیفیت منځ ته راتلل، د معلمانو د سطحې لوړول په ښوونځیو کې د افراطی او تبعیضی برنامو او لیدلورو ورکول په ښوونیز نظام کې موږ هیله لرو تر څو د پوهنې وزارت او د لوړو زده‌کړو وزارت لوړ پوړي چارواکي او محترم وزیر صاحبان د نوي تحصیلي او تعلیمي کال په پیل کې یو ځل بیا په دغو مسایلو کره کتنه وکړي او په خپلو برنامو کې ځای ورکړي. د افغانستان ټول وګړي یو لوی، جامع او د وخت مطابق تحصیلي نظام ته اړتیا لري.
 

 

 

 

هغه جګړه چې هر څه یې له موږ واخيستل

Oct 14, 2019 29

ضمیر ساپی څو شپې وړاندې مې د دې خونړۍ جګړې یو قرباني چې نږدې یو درجن اولادونه یې ځوانې مېرمنې ته پاتې دي، په خوب ليده چې په ډېرې خوشالې د خپل انګړ پر دروازه قدم کېږدي دننه لاړ. [...]

د جګړې خونړۍ بیه ملکي خلک پرې کوي

Oct 13, 2019 29

دويمه/وروستۍ برخه احمدشاه راشد په۲۰۱۹ مېلادي کال کې امنیتي وضعیت ته کتنه؛ د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، وسله‌والې جګړې ملکي وګړيو ته د پام وړ زیان اړول جاري ساتلي، د [...]

د جګړې خونړۍ بيه ملکي خلک پرې کوي

Oct 12, 2019 29

لومړۍ برخه احمدشاه راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ليکلي چې د امریکایي ځواکونو له لوري په فراه او نیمروز ولایتونو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې