«انشاءالله» وځنډېد

«انشاءالله» وځنډېد
۲۰ سنبله ۱۳۹۸ 100 0 نظر سرخط

«انشاءالله» وځنډېد

د هندي سېنما وتلي ستوري سلمان‌خان تر یوه اعلان ورسته نه یوازې خپل مینه‌وال، بلکې د فلم ښایسته ممثله عالیه بهټ هم حیرانه کړه، ځکه هغه ویلي، خپل راتلونکی فلم «انشاء الله» اوس نه جوړوي.

د بالیووډ دې وتلي خان داسې اشاره ورکړې چې راتلونکي اختر ته به د «کیک ټو» په نوم فلم نندارې ته وړاندې کړي.

په پیل کې ویل کېدل چې سلمان‌خان به د دې فلم لپاره عالیه بهټ غوره کړي، خو اوس یې خپل نظر بدل کړ او په همدې فلم کې د کار کولو لپاره ښايي بله اداکاره غوره کړي.

عالیې څو نورو لویو فلمونو کې د کار کولو لپاره نه وویل، داسې هم ویل کېږي چې د عاليې د عامر خان سره هم په یوه فلم له کار کولو ځکه انکار وکړ چې دې ټول وخت د فلم انشاء الله لپاره ځانګړی کړی و.

د سلما‌ن‌خان د «دبنګ ۳» فلم انځور اخيستنه بشپړه شوې، خو هغه د راتلونکي اختر لپاره په اندېښنه کې چې په کوم فلم باید کار وکړي، څو د اختر لپاره یې نندارې ته وړاندې کړي، ځکه د انشا‌ء الله فلم له پروډیوسر سره ښايي څه لانجه پېښه شوې وي.

یو فلم او ميلیونونه ډالره ګټه

Sep 17, 2019 29

له سرخطه مو د بالیووډ فلمونو د زیاتو پیسو ګټلو په اړه درته ډېر مالومات در کړل، خو نن درته د یوه امریکايي یا هالیووډ فلم د ميلیونو ګټې په اړه درته هم کیسه کوو.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې