هند ورکه سپوږمکۍ پیدا کړه
۲۰ سنبله ۱۳۹۸ 327 0 نظر سرخط

هند ورکه سپوږمکۍ پیدا کړه

هند ورکه سپوږمکۍ پیدا کړه

هندوستان هغه سپوږمکۍ پیدا کړه چې څو ورځې وړاندې یې ورسره اړیکې پرې شوې وې.

د دې هندي سپوږمکۍ ارتباط له فضايي تم‌ځي سره تماس د شنبې پر ورځ پرې شوی و او اوس هم هڅه کېږي چې له فضايي تم‌ځي سره د سپوږمکۍ ارتباط ټینګ شي.

هند دا سپوږمکۍ د جولای په میاشت کې له ټاکلي وخت یوه اوونۍ په ځنډ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ولېږله.

له پروګرام سره سم هندي ستوربېړۍ د جمعې په ورځ یا د شنبې په ورځ له ۳۸۴۰۰۰ کیلومټره مزل او ۴۸ ورځو وروسته سپوږمۍ ته باید رسېدلی وای.

دا لومړی ځل دی چې د هند ستوربېړۍ سپوږمۍ ته استول کېږي.

ټاکل شوې ده چې هندي ستوربېړۍ د سپوږمۍ جنوبي قطب ته نږدې کته شي، خو اوس د سپوږمۍ په دې برخه کې هیڅ اکتشافي عملیات نه‌ دي شوي.

نوي ستوري وموندل شول

Dec 25, 2019 29

د اروپا فضايي کمپنۍ  «ESA» یو پرمختللی ټليسکوپ مدار ته استولی چې په مرسته یې نور ستوري او یا د «egozplanets» په نوم ځمکې ته ورته کرې د شمسي نظام شاوخوا پیدا کړي.

انټرنيټ به ټولې نړۍ ته ورسېږي

Nov 16, 2019 29

په امریکا کې د سپيس ايکس په نوم کمپنۍ د سټار لينک په لړۍ کې دا ځل فضا ته ۶۰ سپوږمکۍ استولې چې په مرسته به یې د نړۍ ډېرو برخو ته د انټرنېټ اسانتیا برابره شي.

درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده

Nov 10, 2019 29

را روانه مېلادي میاشت به د ستورو یوه بله زړه‌ راښکوونکې ننداره څرګنده شي چې په دې کې به عطارد سیاره «مرکزي» د لمر له مخه تېره شي او دې ته د «عطارد تېرېدل» هم وايي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې