دا بوډۍ په ۷۳کلنۍ کې مور شوه
۲۰ سنبله ۱۳۹۸ 511 0 نظر سرخط

دا بوډۍ په ۷۳کلنۍ کې مور شوه

دا بوډۍ په ۷۳کلنۍ کې مور شوه

د هندوستان په اندرا پردېش ایالت کې یوې ۷۳ کلنې ښځې چې په مصنوعي القاح اومیندواره شوې وه، دوې نجونې وزېږولې او په دې سره د نړۍ د زړې مور لقب خپل کړ.

د دې ښځې چې مانګایاما یارامتي نومېږي او په سزارین یا جراحي عملیاتو یې ماشومان دنیا ته راوړي، روغتیايي حالت يې ښه دی.

هندي رسنۍ لیکلي، که چې دې مېرمنې دوه ماشومان نړۍ ته راوستل، ۸۲ کلن خاوند یې له همدې کبله مغزي سکته وکړه.

ښايي د دې خبر د خپرېدو تر شېبې ۷۳ کلنه مور له روغتونه رخصت شوې وي، خو پلار به یې ښايي څو اوونۍ نور هم د روغتون مېلمه وي.

مانګایاما ویلي چې دې او خاوند یې تل د اولاد ارمان درلود خو تر دې دمه یې دا ارمان نه‌ و پوره شوی، ځکه په خپل کلي کې به یو ډول پېغور ورکول کېدو چې اولاد نه‌ لري.

هندي ډاکتران وايي، دا ښځه په نړۍ کې تر ټولو زړه ښځه ده چې ماشوم یې پیدا شوی دی.

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې