په ننګرهار کې د زونونو تر منځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

په ننګرهار کې د زونونو تر منځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې
۲۰ سنبله ۱۳۹۸ 42 0 نظر سرخط

 

په ننګرهار کې د زونونو تر منځ د کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ۲۰۱۹ کال د غازي امان خان د زونونو تر منځ یو ورځنۍ لوبې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د بندامیر او امو لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې د لوبې پچه بند امیر زون لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د بند آمیر ټوله لوبډله په خپله پاڼۍ کې د درویش رسولي ۵۵ منډو په مرسته په ۱۶۱ منډو وسوځېده چې امو لوبډلې ته یې د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه.

د امو په ګټه په توپ اچونه کې سلیم درې، ابراهیم، میرویس اشرف او عبدالله مزاری دوه دوه لوبغاړي د مخالفې لوبډلې وسوځول.

امو لوبډله په ځوابیه پاڼۍ کې د ابراهیم ۳۱ ناسوځېدلو منډو په مرسته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۷،۵ اورونو کې هدف ته ورسیده او د څلورو ویکېټو په شتون سره یې لوبه وګټله.

کرېکټ؛ هلمند، زابل او غزني، پکتیکا ته ماتې ورکړې

Sep 17, 2019 29

د اوو ولایتونو ترمنځ د سولې په نوم د کرېکټ په پیل شویو سیالیو کې غزني د پکتیکا او هلمند د زابل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کرېکټ؛ بوست زون سپين‌غر ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه

Sep 16, 2019 29

د زونونو تر منځ د غازي امان‌الله خان لېسټ ای سياليو په لړ کې د بوست او سپين‌غر تر منځ لوبه وشوه چې بوست لوبډلې د ۵ ويکټو په توپير له سپين‌غر لوبډلې نه وګټله.

کرېکټ؛ امو زون لوبډلې په ١٥ منډو بريا خپله کړه

Sep 15, 2019 29

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو په لړ کې د امو زون او مس عينک زون لوبډلو تر منځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوبه ترسره شوه چې امو زون په ١٥ منډو بريا خپله [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې