د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخ کړه؟

د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخ کړه؟
۲۰ سنبله ۱۳۹۸ 83 0 نظر سرخط

د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخ کړه؟

ضمیر ساپی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا په کمپ ډېوېډ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لیدنه لغوه کړې او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې یې درولې دي.

هغه دا پرېکړه د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو د خونړي برید پر مهال د یوه امریکايي عسکر او دولس ملکي وګړیو د وژلو په غبرګون کې کړې ده. لکه څنګه چې په‌دې ټویټونو کې د ټرمپ ژبه ډېره تنده ښکاري او امر یې کړی چې له طالبانو سره د قطر په پلازمنې دوحه کې د بندو دروازو تر شاه پټې خبرې، ودروي.

که وسله‌وال طالبان د سولې په روانو خبرو کې رښتیني وای او په حقیقت کې یې د افغانستان د څلورو لسیزو بې‌هدفه جګړه پای ته رسول غوښتلای، له دې زرین فرصته به یې ښه ګټه پورته کړې وای.

خو وسله‌والو طالبانو له پیله د رښتینې سولې اراده نه ‌لرله، ځکه دوی نه یوازې جګړه او سوله موازې پر مخ وړله، بلکې خپلې جګړې ته یې لا زور ورکړ او حقیقت دا دی چې سوله او جګړه هم‌مهاله پر مخ نه‌شي تلای، ځکه که اوربند نه‌ وي د سولې مخالفینو ته د پروسې درولو لپاره ښه فرصتونه په لاس ورځي.

وسله‌والو طالبانو د خپلو مشرانو په امر په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان پر لویو ښارونو لکه کندوز، بغلان او فراه ډله‌یز بریدونه وکړل، درنې چاودنې یې لا پسې درنې کړې، خونړي بریدونه یې لا پسې خونړي کړل او په ټوله کې یې د اوربند پر ځای د جګړې داسې دریځ غوره کړ چې د سولې په خبرو کې چنې زیاتې کړي، څو په مرسته یې زیات امتیازات واخلي.


د دې ډلې د مشرانو بله لویه تېروتنه دا وه چې د جګړې اصلي اړخ چې افغان حکومت دی، د سولې روانو خبرو په لړ کې په بشپړه توګه له پامه وغورځاوه او له امریکا سره یې د بندو دروازو تر شاه پټه پروسه دومره اوږده کړه چې نږدې لس میاشتې وخت یې ونیوه او که حقیقت ته هم وګورو طالبان بالاخره له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره کېناستل، خو د قدرت لالچ او غرور له اسمانه پر ځمکې وویشتل.

په افغان جګړه کې نه یوازې امریکا او طالبان خپلې ګټې لري، بلکې د دې جګړې په ډګر کې د سیمې او نړۍ هېوادونه لکه پاکستان، ایران، هندوستان، چین، روسیه، سعودي عربستان، قطر او اروپايي ټولنه خپلې سیمه‌یزې او نړیوالې ګټې لټوي او یو بل خپل قدرت تمثیلوي.
د طالبانو مشرانو د نورو په غوښتنه او فرمایش د ناسم سیاست او د قدرت تر لاسه کولو په حرص کې د سولې روانه پروسه د افغان ملت له استازیو پرته، د بندو دروازو تر شاه په یوه درېیم هېواد کې دومره وځنډوله چې په دومره اوږد مهال کې د سولې هر دوښمن خپله شومه دسیسه بریالۍ کولای شوه.

د دې خبرو د ناکامېدو بل عمده دلیل د طالبانو له لوري د اوربند نه اعلانېدل و. د سولې خبرو پر مهال پروسه هغه وخت د بریا پوړ ته رسېدای شي چې د جګړې په ډګر کې سراسري اوربند عملي شي، څو د هغه احتمالي پېښو مخنیوی وشي چې د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخوي، خو طالبانو یو خوا د جګړې په ډګر کې د امریکايي او افغان پوځیانو د تلفاتو پړه منله او بل‌خوا یې په قطر کې ورسره د سولې خبرې کولې.
هر وخت چې افغان حکومت او امریکا طالبانو ته د سولې زرغون څراغ ښوودلی، دې ډلې د داسې پیاوړتیا احساس کړی او د غرور ګراف یې لا پورته شوی چې ګواکې د جګړې اتلولي ته نږدې شوي دي، خو اصل داسې نه‌ دی.

د سولې خبرو په د درېدو کې د نیوکې ګوته امریکا ته هم نیول کېږي، ځکه امریکايي استازیو له پیله تر پایه دوه موضوعات «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د امریکا او د دې هېواد د متحدانو پر خلاف د افغان خاورې نه کارولو تضمین» لومړیتوب لاره او «بین ‌الافغاني خبرې او سراسري اوربند» یې شاته اچولي وو چې د امریکا دې ناغېړې هم د سولې پروسه له ځنډ سره مخامخ کړه. امریکا باید څلور واړه موضوعات خپل لومړیتوب ګڼلي وای او هره موضوع یې د بل شرط بللی وای.

د طالبانو مشرانو له لومړي سره په دې اند وو چې امریکا په رښتینې ډول په افغان جګړه کې ماته خوړلې او داسې روحیه یې اخېستې وه چې امریکا به هم لکه د شوروي ځواکونو په څېر له پلان پرته له افغانستانه ناڅاپي شا کړي، امریکا به ورته د افغانستان واګې په زرین پتنوس کې ورکړي او دوی به یو ځل بیا د خپل جهالت دوره دلته پیل کړي.
خو د طالبانو دا دریځ چې د سولې مهم اړخ «افغان حکومت» ته یې پاملرنه و نه‌ کړه یوه ستره تېروتنه وه، ځکه د امریکا او طالبانو په څېر افغان حکومت د سولې یو مهم اړخ دی چې له پامه غورځول یې پروسه له بن بست سره مخامخ کولای شوه، ځکه پر شخصي ګټو څرخېدونکې سوله لومړی هېڅ‌کله بریا ته نه‌شي رسېدای او که بریالۍ هم شي سوله به موقتي وي.

د سولې خبرو په درېدو کې د طالب مشرانو بله تېروتنه د دې ډلې ناخپلواکي او په تېره د اسلام‌اباد، تهران او مسکو د فرمایشونو منل وو چې دې ډلې د هغوی په غوښتنه په قطر کې له امریکايي استازیو سره پرې چنې ووهلې.

نن یا دوې لسیزې وروسته د دې څلوېښت کلنې بې‌هدفه جګړې د پای ته رسولو لپاره له بین‌ الافغاني سولې پرته بل غوراوی نه‌شته، ځکه د هرې جګړې پای «سوله» ده؛ نو د هېواد تر ویجاړې وړاندې باید د رښتینو «بین ‌الافغاني سولې خبرو اترو» ته لبیک وویل شي، څو په هېواد کې د سولې او ارامې تږي هېوادوال خپل پاتې عمر په «سوله‌یزه فضا» کې تېر کړي.

د حکمتیار مشکل

Sep 17, 2019 29

ایمل جلال ورځ دوه مخکې ملګري وصیل فیضي لیکلي و چې «ګلبدین داسې غږېږي لکه پر سر یې چې امریکا او ناټو نه، بلکې شوروي ناست وي.»

د کربوړي وژل ثواب که خطا؟

Sep 16, 2019 29

دويمه وروستۍ برخه زبیرافغان بل لور ته د دې حدیثونو مخالف کره روایات هم شته چې رسول الله يې د قتل امر نه دی کړی، حدیث کې دي؛

په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا

Sep 15, 2019 29

ژباړه؛ محمد اغا ابراهیم خېل موږ په داسې یو هېواد کې ژوند کوو چې کلونه، کلونه د جګړې ډګر پاتې شوی، وګړي یې ناهیلي، ځوانان کډوال شوي، ښوونځي او پوهنتونونه وران شوي، د سوداګري [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې