طالبان دې د ټرمپ له ټویټه درس واخلي

طالبان دې د ټرمپ له ټویټه درس واخلي
۲۰ سنبله ۱۳۹۸ 127 0 نظر سرخط

طالبان دې د ټرمپ له ټویټه درس واخلي

که څه هم په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده او د بهرنیو له لوري پیل شوې، خو له تېرو څو کلونو راهیسې چې د هېواد امنیتي واګې افغان ځواکونو ته سپارل شوې، وسله‌وال طالبان او نورې ترهګرې ډلې یوازې او یوازې د افغان ځواکونو او عامو افغانانو پر وړاندې جنګېږي.

دا ډله سره له دې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت خپلې جګړې ته د مشروعیت ورکولو لپاره یوه بهانه یادوي، خو له تېرو څو کلونو راهیسې دا ثابته شوې چې د دوی په چاودنو او بریدونو کې یوازې د ګوتو په شمېر بهرني ځواکونه وژل شوي، نور ټول قربانيان یې افغان ځواکونه او عام ولس دی.

امریکا له تېرو شاوخوا لس میاشتو راهیسې له طالبانو سره په متحده عربي اماراتو او قطر کې مخامخ خبرې پیل کړي او دواړه لوري یوې نسبي هوکړې ته هم نږدې شوي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یو ناڅاپه په دوو بېلابېلو ټويټونو سره نه یوازې دا خبرې ودرولې، بلکې په کمپ ډېوېډ کې یې له یو شمېر طالب مشرانو او ولسمشر محمداشرف غني سره هم لیدنې لغوه کړې.

ټرمپ که څه هم په ښکاره په شش‌ درک سیمه کې د تېرې اوونۍ چاودنه چې یو امریکایي پکې ووژل شو او ۱۱ افغانان شهیدان شول، د خپل وروستي دریځ لامل بللی، خو داسې ښکاري چې د هغه په ګډون، د امریکا لوړپوړي چارواکي، کانګريس او عام خلک له طالبانو سره د تقریباً شوې هوکړې په اړه راضي نه وو.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له طالب استازیو سره تر نهه پړاوه خبرو وروسته بالاخره داسې هوکړه وروستۍ کړه چې که شوې وای، نه یوازې افغانستان به یې د کورنۍ جګړې پر ډګر بدل کړی و، بلکې نړیوال به هم له دغه اوره په امان نه وو پاتې شوي او په افغانستان کې یې د امریکا او د دغه هېواد د متحدانو د سترې ماتې ښکارندويي کوله.

همدا لامل و چې د امریکا کانګريس یې په اړه وضاحت وغوښت، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یې له لاسلیکولو ډډه وکړه، د دفاع وزیر یې یوه معامله یاده کړه او بالاخره ډونالډ ټرمپ دا لس میاشتنۍ او اوږده پروسه ودروله.

دا څرګنده ده چې امریکا د افغانستان په تړاو هره پرېکړه د خپلو موخو او ګټو لپاره کوي، خو دا د افغانانو کار مسوولیت دی چې په خپل هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسوي او خپلې ستونزې د بهرنیانو پر ځای په خپلو کې سره حل کړي او دا هر څه د بهرنیو هېوادونو پر ځای، په خپل هېواد کې وکړي.

افغان حکومت د ټرمپ د غبرګون په تړاو یو معقول دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې په هېواد کې تلپاتې سولې ته ژمن دي او لپاره به یې کار کوي، خو ټینګار یې کړی چې د دغې پروسې پر وړاندې یوازېنی خنډ د طالبانو له لوري بریدونه، چاودنې او د افغانانو شهیدانول دي.

دا واقعیت دی چې که افغانان خپلې ستونزې او اختلافونه په خپلو کې سره حل نه کړي او سولې ته د رسېدو لپاره لومړی اوربند و نه کړي، هيڅکله هم د جګړې له لارې پایلې ته نه‌شې رسېدای؛ نو ښه دا ده چې حکومت او طالبان تر هر څه مخکې په خپلو کې سره اوربند وکړي او بیا د سولې مخامخ خبرو اترو مېز ته سره کېني.

طالبان چې تل یې له امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی، ښايي اوس ورته څرګنده شوې وي چې له بهرنیانو سره مذاکرات څه مانا لري او په کومه بیه ورته تمامېږي؟ دا ډله باید نور درک کړي چې د دوی د لسو میاشتو په ورځو ورځو خبرې د یوه ټويټ ارزښت هم نه لري او کېدای شي چې په سیند یې لاهو کړي.

دا ډله باید د ډونالډ ټرمپ له ټویټونو درس واخلي چې له هغوی سره خبرې یې ترکستان ته بیايي، خو برعکس که په همدې لېوالتیا له افغان حکومت او خلکو سره د سولې خبرو ته کېني، ښايي یوې ښې پایلې ته ورسېږي.

خو که طالبان له افغانانو سره د سولې مېز ته نه حاضرېږي او د تېر په څېر د پردیو د موخو او ګټو لپاره د خپلو هېوادوالو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي، د ځان او کورنۍ او نورو هېوادوالو له له منځه تلو او د هېواد له ورانولو پرته به بل هيڅ لاس ته ور نه‌شي. دا ډله باید پوه شي چې د خپلو هېوادوالو شهیدانول کومه قهرماني نه، بلکې بې‌حده ذلت او د پردیو لاسپوڅي دي.

دغه راز باید درک کړي چې په هېواد کې روانه جګړه د ټوپک له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې پای ته رسېږي او دا هغه لار ده چې که لس یا شل کاله نور هم وجنګېږي، بیا به هم د سولې مېز ته راځي او دا ناورین به له همدې لارې پای ته رسوي، خو ښه به دا وي چې څومره ژر له خپلې سرزوري او د پردیو له مزدوري لاس واخلي او له هېوادوالو سره په ګډه ارام ژوند وکړي او خپل هېواد د ورانولو پر ځای په ګډه جوړ کړي.

 

ولس دې خپل برخليک نه خرابوي

Sep 17, 2019 29

ټاکل شوې پوره لس ورځې وروسته د ولسمشري ټاکنې وشي. د دغو ټاکنو لپاره ۱۷ نوماندانو ځانونه نومولي او اوس پر ټاکنیزو سیالیو بوخت دي.

طالبان د افغانانو په وینو نه مړېږي

Sep 15, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې جګړه پیل کړې او له کبله یې په ‌دې موده کې په لکونو افغانان تورو خاورو ته ټیټ شوي، خو دا ډله لا هم د [...]

شمالي ټلواله بیا څه غواړي؟

Sep 07, 2019 29

په افغانستان کې د طالبانو د واکمني له پای ته رسېدو سره سم یو شمېر افغان توپکیان او سیاستوال په بُن کنفرانس کې سره را ټول شول او په هېواد کې یې د راتلونکي دولت او نظام د څرنګوالي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې