د عالیې او رنبیر خیالي واده
۱۷ سنبله ۱۳۹۸ 386 0 نظر سرخط

د عالیې او رنبیر خیالي واده

د عالیې او رنبیر خیالي واده

د هندي سېنما وتلیو ستوریو مینه‌وال دې ته ډېر زیات لېواله وي چې د دوی ستوري به کله واده کوي او په همدې اړه د رسنیو خبرونو ته ولاړ غوږونه منتظر وي چې څه وخت د هغوی د واده د ډول غږ واوري.

تاسې به مخکې له سرخطه د بالیووډ سېنما د وتلیو ستوریو عالیه بهټ او رنبیر کپور د ملګرتیا په اړه هم خبرونه اورېدلي وي چې دوی دواړه له ډېر وخت راهیسې يې له یو بل سره د مینې تار غځولی دی.

تر دې دمه په هندي رسنیو کې د هغوی د واده په اړه څه نه ‌دي ویل شوي، خو د دې مشهورو ممثلانو مینه‌والو د دې ښکلې جوړې یو داسې انځور جوړ کړی دی چې دواړه پکې د ناوې او شاه په څېر جامې پر تن کړي دي.

د هغوی د واده په اړه د دې جوړې مینه‌والو یو انځور جوړ کړی، د عالیه بهټ له یوه اعلاناتي انځوره یې د بل کس سر لرې کړی او د رنبیر سر یې پرې لګولی دی او بیا یې له عالیه بهټ سره تر یو ځای کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی چې د ډېرو مینه‌والو پام یې ځان ته را اړولی دی.

که څه هم هغوی اوس‌ مهال ډېر وخت یو ځای تېروي، خو لا هم د هغوی د رسمي واده په اړه مالومه نه‌ ده چې څه وخت به د نکاح غوټه تړي او رسماً به واده کوي.

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې