د ناسا يو بل انقلاب
۱۷ سنبله ۱۳۹۸ 249 0 نظر سرخط

د ناسا يو بل انقلاب

د ناسا يو بل انقلاب

د امریکا فضايي څېړنو ادارې یا ناسا یو بل انقلابي ټيليسکوپ یا لروین جوړی کړی او دومره حساس دی چې لکونه کیلومټره لرې موجود په ډېره اسانې تشخیصولای شي.

د «جیمز وېب سپيس ټيليسکوپ» په نوم دا نوی انقلابي لروین د پخواني هبل دوربین پر ځای لګول کېږي او ساینس‌پوهان تمه لري چې د پينۍ یا کایناتو په اړه به ډېر نوي مالومات را برسېره کړي.

ناسا د دې لروین په جوړولو کې له تېرو دوه لسیزو راهیسي کار کاوه، ځکه دا تر ټولو پیاوړی، پېچیده، نوی او یو غټ دوربین دی چې په مرسته به یې د تشیال په اړه نایابه مالومات پیدا شي.

دا له هبل دوربینه اووه ګېنا زیات روښنايي سره د کایناتو له لرې اجسامو په ډېر ښه کیفیت سره انځورونه اخلي او تمه ده د هغه پخوانیو کایناتو په اړه هم مالومات را ټول کړي چې اوس ختم شوي دي.

د دې لروین په جوړېدو کې زرګونو ماهرانو زیار ایستلی او له ناسا سربېره د اروپا، کاناډا او د نړۍ نورو هېوادونو او ادارو په کې زیار ایستلی دی او تمه ده چې په ۲۰۲۱ مېلادي کال کې مدار ته واستول شي.

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

Dec 18, 2019 29

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې