هېرجن خو به نه یاست؟
۱۷ سنبله ۱۳۹۸ 214 0 نظر سرخط

هېرجن خو به نه یاست؟

 هېرجن خو به نه یاست؟

سلامونه يارانو!

خوږو ماشومانو! دغه مالومات ولولئ چې بدن مو روغ او حافظه مو قوي شي.

د زده‌کړو پر مهال تغذیه له دوو اړخونو ډېره مهمه ده، لومړی دا چې په ځواني او یا نوې ځواني کې د انسان بدن ورځ تر بلې وده کوي او د سالمې ودې لپاره انرژي ته اړتیا لري او دویم دا چې درس ویل خپله ځانګړې انرژي غواړي چې باید پوره پاملرنه ورته وشي. په دې مرحله کې نه یوازې دا چې د ماشوم یا نوي ځوان بدني وده مهمه ده، بلکې دوی باید یوه قوي حافظه ولري چې د لرلو لپاره یې مغذي موادو ته اړتیا لیدل کېږي.

میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو سهارنۍ ته پوره پام وکړي. په ټوله کې هيڅ غذایي وخت د سهارنۍ ځای نه‌شې نیولای، خو د ماشومانو لپاره بیا تر بل هر وخت ارزښتناک دی. ځکه درس ویل یا فکري کار تر فزیکي کار ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري. که سهارنۍ سمه وخوړل شي، د ورځې په اوږدو کې په وینه کې د قندو د کنټرول لامل کېږي او دا د زده‌کوونکيو د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي. دغه راز پر مېندو او پلرونو دا هم لازمه ده چې په ښوونځي کې د خپلو ماشومانو د تفریح پر مهال هم د یو څه خوراکي توکيو غم وکړي. ډوډۍ او پنېر، مېوه او یا نور مغذي مواد یې ښې بېلګې دي.

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې