د سولې خبرې؛ امریکا ځان او افغانان دواړه غلطوي
۱۷ سنبله ۱۳۹۸ 313 0 نظر سرخط

د سولې خبرې؛ امریکا ځان او افغانان دواړه غلطوي

د سولې خبرې؛

امریکا ځان او افغانان دواړه غلطوي

له هغه وروسته چې د امریکا او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو مخامخ خبرې اترې پیل شوې، د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړي چارواکي هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستلو او له طالبانو سره د سولې په نوم د یوې داسې هوکړې په کولو سره چې افغانستان د ثبات پر ځای، کړکېچ او کورنیو جګړو ته ور ټېل وهي، په بېلابېلو بڼو هم ځان او هم افغانان غلط کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي تر څنګ، د ډونالډ ټرمپ په ګډون، د دغه هېواد نورو چارواکیو تر اوسه د افغانستان د قضیې په اړه یو واحد او روښانه دریځ نه‌ دی خپل کړی.

دغه چارواکي له یوې خوا ټينګار کوي چې په افغانستان کې د خپلې روانې کړې جګړې پای یې لومړیتوب دی او غواړي ژر تر ژره دا مساله د خبرو اترو له لارې حل کړي، خو ورسره هم‌مهاله بیا د افغان ځواکونو او افغانستان د اوږدمهاله ملاتړ ډاډ هم ورکوي؟

په وروستي ځل چې امریکا له طالبانو سره د سولې په تړاو هوکړې ته نږدې شوه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی له طالبانو سره تر نهم پړاو خبرو اترو وروسته کابل ته راغی او د هوکړه‌لیک د وروستي کېدو او پکې د شته جزیاتو په اړه یې ولسمشر محمد اشرف غني او یو شمېر نورو افغان چارواکیو ته مالومات ورکړل، د دغې هوکړې محتوا د افغان حکومت او خلکو له غبرګون سره مخ شوه او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یې هم د نه لاسلیکولو خبر ورکړ او همدا لامل و چې خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر د امریکا او اروپا پر ځای، بېرته قطر ته لاړل او هلته یې له طالب استازیو سره بیا خبرې پیل کړې.

د امریکا او طالبانو تر منځ دغو پټو خبرو اترو، ګونګ هوکړه‌لیک او د افغانستان د قضیې په تړاو د دغه هېواد له لوري د یوه واضح او غوڅ دریځ نه موجودیت ته په کتو، د چارو یو شمېر شنونکي وايي، امریکا له تېرو شاوخوا لس میاشتو راهیسې نه یوازې افغانان غلط کړي، بلکې ځان ته یې هم بازي ورکړې ده.

د دوی په وینا، امریکا او د ناټو ماموریت نور هېوادونه د افغانانو په بلنه او خوښه نه، بلکې د خپلو موخو او ګټو لپاره افغانستان ته راغلي او دلته یې له تېرو شاوخوا اتلس کلونو راهیسې په افغانستان کې جګړه پیل کړې چې له کبله یې په بېلابېلو نومونو په لکونو افغانان تورو خاورو ته لېږل شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، امریکا له افغانستان سره سټراټېژیک او امنیتي تړونونه او نه‌شې کولای چې یوازې د خپلو موخو او ګټو لپاره په هر حالت کې چې وي، افغانستان پرېږدي او په خپله مخه لاړ شي، بلکې دا هېواد مسوولیت لري چې د افغانستان وضعیت ته په کتو په ‌دې تړاو پرېکړه وکړي او بیا له افغان حکومت سره په همغږي او مشوره بېرته ستانه شي.

دی زیاتوي، له تېرو شاوخوا لس میاشتو راهیسې امریکا له طالبانو سره د سولې او د افغانستان د قضیې په تړاو یو واحد او روښانه دریځ نه ‌دی خپل کړی او چارواکي یې تل په دې اړه متضادې او د افغانانو لپاره د اندېښنې وړ څرګندونې کوي.

د تړون په باور، امریکايي چارواکي باید د افغانستان په څېر پېچلې قضیې په تړاو نه یوازې روښانه دریځ خپل کړي، بلکې په اړه یې مسوولانه چلند وکړي، که ‌نه هم به دوی د تاریخ مخ توري وي او هم به افغانان له یوه بل ناورین او کړکېچ سره مخ کړي چې د دغه هر حالت پړه او مسوولیت به بیا د امریکایانو پر غاړه وي.

په همدې حال کې مدني فعال هارون امرخېل هم پر امریکا نیوکه کوي چې له طالبانو سره یې د افغان سولې په تړاو د روانو خبرو اترو او هوکړې په اړه افغانان او افغان حکومت لرې ساتلي او افغانستان ته د یوه مسوول هېواد په حیث باید افغانانو ته ټکي په ټکي ځواب ورکړي.

هغه وايي، افغانان تمه لري چې د سولې په اړه د امریکا او طالبانو او بیا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات به په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي او افغانستان به د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یو باثباته هېواد شي، خو که دا خبرې اترې برعکس د امریکا، پاکستان او طالبانو په ګټه وي، خو په افغانستان کې به د کورنۍ جګړې او کړکېچ لامل شي، هر ډول مسوولیت به یې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدو هېوادونو پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر درې ورځې وړاندې په یوه ناڅاپي سفر قطر ته تللي او هلته یې پر افغان سولې له طالب استازیو سره بیا خبرې پیل کړې دي.

اوس به ولیدل شي چې د افغان حکومت، افغانانو او د امریکا د کانګريس له غبرګون وروسته به دغه پلاوی له طالبانو سره څه ډول هوکړې ته ورسېږي او ایا روان مذاکرات به یې د تېرو هغو په څېر وي او که به د افغان حکومت او نورو اړخونو غبرګونونو او اندېښنو ته پکې ځای ورکړل شوی وي؟

 

 

خونړۍ لويې لارې؛ تېر نيم کال موټرو سلګونه مسافر بلې نړۍ ته رسولي

Jan 08, 2020 29

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۱۹ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۱۸ مېلادي کال د لومړیو ۶ میاشتو په پرتله په ټرافیکي پېښو کې ۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

امارت بیا په شمال کې؛ طالب ځريو په جوزجان کې پر ولس اسمان را ټيټ کړی

Dec 29, 2019 29

که څه هم وسله‌والو طالبانو له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په هېواد کې د جګړې له پیل سره هممهاله پر عامو وګړیو هم بېلابېل ظلمونه پیل کړي

د بې‌سوادي پر ګړنګ؛ ميليونونه ماشومان له مکتبه پاتې دي

Dec 25, 2019 29

د ښځو او ماشومانو د حقونو یوه څېړنیز بنسټ موندنې ښيي چې ۶۳ سلنه نجونې تر ۱۵ کلني وړاندې زده‌کړې پرېږدي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې