امريکا بايد د بن غميزه را غبرګه نه کړي

 امريکا بايد د بن غميزه را غبرګه نه کړي
۱۷ سنبله ۱۳۹۸ 67 0 نظر سرخط

امريکا بايد د بن غميزه را غبرګه نه کړي

لومړۍ برخه؛

 شهسوار سنګروال

هغه مهال چې امريکا وغوښتل له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي، د دوشنبې ورځ 1397 کال د چنګاښ 25 مه چې د 2018 کال د جولاې له 16 مې سره برابره وه، نيويارک ټايمز او سېډني مارنينګ هيرالډ ورځپاڼو په يوه راپور کې د امريکا په سټراټېژي کې وروستی بدلون د افغانستان د اوږدې جګړې د پاي ته رسولو لپاره يوه بله هڅه پيل کړه.

ولسمشر ټرمپ خپلو جګپوړو چارواکيو او ډيپلوماټانو ته سپارښتنه وکړه چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

امريکا له دې وړاندې د درې اړخيزو خبرو وړانديز کړی وو، خو طالبانو ځکه و نه مانه چې ټينګار يې پر دې و چې له کابل سره نه، بلکې غواړو د واشنګټن له ادارې سره وغږېږو .ولې له دې وړاندې مايک پامپيو له ډله‌يزو رسانو سره ويلي و امريکا حاضره ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبرو کې ګډون وکړي .

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د دې خبرې پخلی وکړ چې د امريکا استازی له دې تر مخه پاکستان ته تللی و او په دې هيله چې د امريکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو زمينه برابره کړي. بيا جګ‌پوړې ډيپلوماټي ؛الېس ولز په همدې تړاو په سيمه کې څو ورځې تېرې کړې، د افغانستان او پاکستان له مهمو چارواکيو سره يې خبرې وکړې .

د دې ټولو خبرو پايله دا شوه چې د طالبانو او امريکايي استازيو تر منځ خبرې په رسمي بڼه پيل شوې چې د جولاې په 21مه «2018» د طالبانو يوه مرکچي ان‌بي‌سي نيوز خبري اژانس ته ووېل چې طالبانو او امريکايانو ګډې خبرې کړې دي او دا خبرې په داسې مهال وشوې چې دوې ورځې مخکې د امريکا هوايي ځواکونو د کندوز په چاردرې ولسوالي خونړي بريدونه کړي وو .

 

د جولاې په 18مه د طالبا نو يوه لوړرتبه چارواکي معتصم اغا دا ومنله چې په قطر کې له امريکايي چارواکيو سره خپلې ابتدايي خبرې کړې دي .

د جولاې په 23 مه د اليس ويلز په مشري په دوحه کې د طالبانو له سياسي استازيو سره خبرې وکړې او د طالب استازيو مشر شېرمحمد ستانکزي وړانديز وکړ چې نومونه يې له تور لیسټه لرې شي او د قطر دفتر په رسميت وپېژني. د امريکا د بهرنيو چارو وزير پامپيو وروسته له دې ليدنو او کتنو وويل چې له دې وروسته  به زلمی خليلزاد د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ځانګړي سلاکار په حیث د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو رهبري وکړي.

زلمي خليلزاد نهه ۹ پړاوه خبرې له طالبانو سره د افغانستان د سولې په تړاو تر سره کړې او دا دی اوس يي د سولې د هوکړې وروستی متن له ځان سره کابل ته راوړی دی چې له ټولو خواوو سره يې شريک کړي. مسوده يې د لوستلو لپاره ورکړې، خو مسوده يې ورته نه ده سپارلې چې له ځان سره يې وساتي. تر دې وړاندې هغه د دې خبرې پخلی کړی چې د هوکړې متن به لومړی ټرمپ لولي او بيا به لاسليک کېږي.

افغان ولس په دې هيله چې په افغانستان کې سراسري سوله ټينګه شي نه دا چې يو ځل بيا د بن غميزه را غبرګه شي. همدا خليلزاد و چې هغه مهال يې د بن په کنفرانس کې د طالبانو په ځواک سترګې پټې کړې او همدا کرزی و چې ملاعمر ترې د سياسي پلوراليزم غوښتنه وکړه او دواړو د امريکا د خوشالولو لپاره وويل طالبان ترهګر دي

د دې لپاره چې تېرې تېروتنې او اتلس کلنه غميزه بيا را غبرګه نهشي او د اډول خونړۍ پېښې د افغانانو ژوند و نه ګواښي يو ځل د بن پرېکړو ته سر ور ښکاره کوو او څو بېلګو ته يې تم کېږو؛

 

۱. د بن کنفرانس و پتېيله چې د لنډمهاله ادارې مشرتابه بايد د ډسمبر په ۲۲ نېټه «۲۰۰۱ کال» واک تر لاسه کړي.

٢. د لنډمهالې ادارې رهبري له يوې لنډمهالې ادارې جوړه ده چې د ریيس له خوا اداره کېږي.

۳. يو ځانګړی خپلواک کمېسيون به هم بېړنۍ لويې جرګې ته لار پرانيزي او همدا ډول ستره محکمه به د لنډمهاله ادارې له خوا منځ ته راځي.

۴. رسماً د واک له لېږد سره جوخت، لنډمهاله اداره به ډېره ژر د هېواد چارې په غاړه اخلي، په دې ډول به د ملګرو ملتو چوکۍ اشغالوي، د نورو بهرنيو اړيکو نماينده‌ګي او په ټوله کې په نړيوالو کنفرانسونو کې برخه لري.

۵. د شپږو مياشتو په موده کې به بېړنۍ لويه جرګه جوړېږي د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه له خوا به پرانستل کېږي او بيا به دغه جرګه د يوه انتقالي مقام رهبري ټاکي چې يوه پراخ بنسټه انتقالي اداره را منځ ته شي. د تصويب له نېټې وروسته دغه اداره به د دوه کالو په موده کې يوه نماينده حکومت ته چې د ازادو ټاکنو له خوا به منځ ته راځي لاره پرانيزي.

۶. د لنډمهالې ادارې مقام به هغه مهال خپل کار پای ته رسوي چې د لويې جرګې له خوا، انتقالي اداره منځ ته راشي.

۷. د انتقالي ادارې له خوا به د اتلسو مياشتو په موده کې لويه جرګه را بلل کېږي چې د اساسي قانون په تسويد کې برخه واخلي، خو د دې بهير لپاره به د دووو لومړنيو مياشتو په موده کې د ملګرو ملتو په مرسته د اساسي قانون د تسويد يو کمېسيون هم جوړېږي.

له دې سربېره د قضايي سيسټم قانوني جوړښت د نوي اساسي قانون تر جوړېدو تر لنډمهاله پيره له هغو تعملاتو به استفاده کوي چې د انتقالي ادارې له موافقو سره په ټکر کې نه وي؛  نو پر دې بنسټ د افغانستان قضايه قوه خپلواکه ده «۵» ستره محاکمه او د محکمو نورې څانګې چې د انتقالي ادارې له خوا جوړېږي، د قضايي قوې برخه ګڼل کېږي.

په دې تړاو، د ملګرو ملتو په مرسته، انتقالي اداره به يوه قضايي کمېسيون ته دنده و سپاري چې کورنی قضايي سيسټم د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کې د ملګرو ملتو د معيارونو مطابق جوړ کړي. بيا د افغانستان په باره کې د ملګرو ملتو او د غونډې ګډونوالو له عليحضرت محمد ظاهر شاه وغوښتل چې د لنډمهالې ادارې رياست په غاړه واخلي، مګر هغه و نه منله.

په دې لړ کې دې ټکي ته هم ګوته ونيوله شوه چې د لنډمهالې ادارې هيڅ غړی نه‌شې کولای چې د لويې جرګې د بېړنۍ غونډې په جوړولو کې د کمېسیون غړيتوب تر لاسه کړي. د لنډمهالې ادارې رييس او يا د ده په غياب کې د ده مرستيالان کولای شي غونډه جوړه کړي او بيا د غوندې اجنډا مجلس ته وړاندې کړي. پرېکړې به د رايو په اکثريت کېږي.

لنډمهاله اداره واک لري چې د سولې، نظم او د ښې ادارې لپاره فرمانونه صادر کړي.

لنډمهاله اداره واک لري چې پولي سيسټم ورغوي او نوې پيسې چاپ او خپرې کړي.

لنډمهاله او انتقالي اداره به د ملګرو ملتو په مرسته  د مهمو چارواکيو ليسټ او نوملړ برابر کړي چې په مهمو دندو لکه واليان، ولسوالان او نورو اداري مقاماتو لپاره وګوماري چې د مرکزي بانک په شمول د هېواد ټولې چارې ښې سنبال کړي. همدا راز د بشر د حقوقو او د هېواد د نظم او ښې ادارې لپاره هم ژمنه وشوه او دا هم ور زياته شوه که څوک سرغړونه وکړي جزا به ور کړل شي. د افغانستان د سياسي حل لپاره د هغو افغانانو، نوملړ چې د ملګرو ملتو د استازيو په ګډون د يو لړ پرېکړو لپاره را ټول شوي ول، دا دی؛

 

ستار سيرت، امين ارسلا، عبدالرحيم وردګ، مېرمن افضلي، سيد حسين انوري، سيد حامد ګيلاني، رحمت الله موسی غازي، عبدالحکيم، همايون جرير، عباس کريمي، مصطفی کاظمي، عزيز الله لودين، احمد ولي مسعود، اصف محسني، محمد اسحق نادري، محمد ناطقي، عارف نوازي، يونس قانوني، زلمی رسول، ميرويس صادق، محمد جليل شمس، همايون تندر، سيما ولي، عزيز الله واصفي، باچا خان ځدراڼ.

پر افغانانو سربېره د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمي هم ګډون درلود. ملګرو ملتو د لنډمهالې ادارې په بهير کې خپل يو استازی د افغانستان د روان بهير لپاره وټاکه چې له موافقه‌ليکه څارنه وکړي.

ده د بېړنۍ جرګې د جوړېدو کار هم څاره او د بشر د حقوقو چارې هم. دغه استازي ښوونيزې او روزنيزې چارې د ټولنيز شعور د ودې او پرمختګ لپاره غوره ګڼلې او وخت ناوخت به يې لنډمهالې ادارې ته سلا ورکوله. د همدې کسانو په موجوديت کې «۲۰۰۱ ز کال د ډسمبر پنځمه» د کنفرانس غړيو د يوه مصلحت له مخې حامد کرزی د موقتي حکومت رييس وټاکه.

په داسې حال کې چې د جرمني صدر اعظم، لخدر ابراهيمي او يو شمېر نور بهرنيان حاضر ول، دغه سند لاسليک شو. د دې سند تر لاسليک وروسته د افغانستان په سياسي تاريخ کې يوه نوي سياسي ژوند ته لاره هواره شوه.

نور بیا...

 

د حکمتیار مشکل

Sep 17, 2019 29

ایمل جلال ورځ دوه مخکې ملګري وصیل فیضي لیکلي و چې «ګلبدین داسې غږېږي لکه پر سر یې چې امریکا او ناټو نه، بلکې شوروي ناست وي.»

د کربوړي وژل ثواب که خطا؟

Sep 16, 2019 29

دويمه وروستۍ برخه زبیرافغان بل لور ته د دې حدیثونو مخالف کره روایات هم شته چې رسول الله يې د قتل امر نه دی کړی، حدیث کې دي؛

په ښوونيز سيسټم کې د بدلون اړتيا

Sep 15, 2019 29

ژباړه؛ محمد اغا ابراهیم خېل موږ په داسې یو هېواد کې ژوند کوو چې کلونه، کلونه د جګړې ډګر پاتې شوی، وګړي یې ناهیلي، ځوانان کډوال شوي، ښوونځي او پوهنتونونه وران شوي، د سوداګري [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې