نور دې نو پيلوټان کور کېني
۱۶ سنبله ۱۳۹۸ 201 0 نظر سرخط

نور دې نو پيلوټان کور کېني

نور دې نو پيلوټان کور کېني

د روبوټانو د تدریس، د ماشومانو د پاملرنې، پخلي او پرواز په اړه خو به مو له سرخطه ډېرې کیسې اورېدلې وي، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې الوتکه هوا ته پورته کوي.

د امریکا په کلېفورنیا کې لومړني روبوټ یا ماشیني انسان ته رسمي لایسنس یا اجازه ورکړل شوه چې د الوتکې پرواز کنټرول کړي.

یاده دې وي چې دا کوم سافټویر نه ‌دی، بلکې لکه د انسان په څېر روبوټ دی چې د پیلوټ په ځای کې ورته ځانګړې څوکۍ جوړه شوې او له هغه ځایه الوتکه هوا ته پورته کوي.

دا روبوټ لکه د انساني پیلوټ په څېر د الوتکې ټول سيسټم په منظم ډول تنظیموي، ځکه په دې روبوټ کې له نوې ځيرکې ټکنالوژي ګټه اخيستل شوې.

دا روبوټ لکه د انسان په څېر الوتکه هوا ته پورته کوي، له پلان سره سم عمل کوي او له انساني مرستې پرته په ډېر احتیاط سره الوتکه بېرته پر خپل ځای کېنوي.

د دې روبوټ جوړونکې کمپنۍ وايي، دا الوتکه یې اوس‌ مهال یوازې د سامان لېږد او په خطرناکو ځایونو کې د جاسوسي کارونو لپاره په نظر کې نیولې ده او ازمایښتي پړاو یې په بریا سره پای ته رسېدلی دی.

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

Dec 18, 2019 29

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې